کور / راپور / فرانسه: تاريخي کليسا کي اورلګېدني زيان اړولی دی

فرانسه: تاريخي کليسا کي اورلګېدني زيان اړولی دی

د فرانسې په پلازمېنه پاريس کي د ګرجانوټرډيم تاريخي کليسا کي اورلګېدی چي دغه کلېسا ئې ترډېره زيانمنه کړې ده.

د ګرجانو ټرډېم کليسا چي په ۱۲مه پېړۍ کي جوړه سوې ده، يوه ترټولو پخوانۍ کليسا بلل کېږي.

په دغه کلېسا کي تېره شپه اور لګېدلی دی او د اور وژني ډله هڅه کوي چي اور مهار کړي.

د پاريس ښار د اور وژني څانګي مشر جين کلايډ وايي:” د نوټرډیم چرچ مهمه ودانۍ د تباهۍ نه ژغورل سوې ده او د اور وژنې په دغه عملیاتو کي د عملې یو تن سخت ټپي سوی دی.”

د اور وژني په دغه عملياتو کي شا وخوا ۴۰۰ تنو اوروژونکو برخه اخيستې وه.

د اور لګېدني لامل تراوسه مالوم نه دی، خو ګومان کېږي چي پېښه به د بيا رغوني د کارونو له امله رامنځ ته سوې وي.

پر دغه کليسا د څه وخت وړاندي د بيا رغوني کارونه پيل سوي وه.