کور / اقتصادي / ماليې وزارت: افغانستان د هيچا پوروړی نه دی

ماليې وزارت: افغانستان د هيچا پوروړی نه دی

د ماليې وزارت وايي، چي افغانستان د هيچا پوروړی نه دی او اوس په پلان کي لري چي د يولړ پرمختيايي کارونو لپاره د نړيوالي مالي ادارې ( آي ايم ايف ) څخه پورونه واخلي.

د افغانستان د ماليې وزير محمد همايون قيومي چي د نړيوال بانک او آي ايم ايف د پسرلنۍ غونډي لپاره واشنګټن ته تللی دی، په يوې مرکه کي ويلي، چي افغانستان د هيڅ مالي ادارې يا بانک پوروړی نه دی او اوس هيله لري چي د نړيوالي مالي ادارې څخه د ځينو پرمختيايي کارونو لپاره پيسې پور کړي.

د نوموړي په خبره، افغانستان د نړيوالي مالي ادارې ټول شرطونه پرځای کړي دي او دغه اداره د افغانستان سره د پور په ورکولو کي هيڅ ستونزه نه لري.

نوموړي وويل،  ولسمشر اشرف غني د هيواد پر ځان بسيا لپاره د يو لړ پروژو د پلي کېدلو هوډ لري چي شمېر ئې له ۳۵ څخه تز ۴۰ پوري رسېږي.

نوموړي وويل، چي افغانستان غواړي د ۸ اعشاريه ۵ مليونو ډالرو پور اخيستلو په مټ دغه پروژې پلي کړي.

ښاغلی قيومي وايي، چي په دې وروستيو کي د افغانستان په مالياتو او ګمرکاتو په عوائدو کي د پام وړ زياتوالی راغلی دی.