کور / راپور / طالبانو دقطر د خبرو لپاره د افغان دولت د چمتو سوي ليست سره مخالفت ښودلی

طالبانو دقطر د خبرو لپاره د افغان دولت د چمتو سوي ليست سره مخالفت ښودلی

طالبانو په قطر کي د مذاکراتو لپاره د افغان دولت لخوا د ګډونوالو د ليست سره مخالفت ښودلی دی او دا ئې د سولي پر وړاندي د خنډ رامنځ ته کولو په مانا بللی دی.

طالبانو په يوې اعلاميه کي ويلي دي، چي دغه ليست کي شامل کسان د افغان دولت نمايندګي نه سي کولای، بلکي هر څوک چي د کابل څخه په ياده غونډه کي ګډون کوي، هغه به د شخصي موقف څخه خپل نظر څرګندوي.

افغان دولت د قطر د ناستي لپاره چي د اپريل پر ۲۰ به په پلازمېنه دوحه کي جوړه سي د ۲۵۰ کسانو ليست خپور کړی دی، چي همدا کسان به په دغه ناسته کي ګډون کوي.

د طالبانو لخوا په خپره سوې اعلاميه کي ويل سوي، چي په يوه مهمه غونډه کي په  دومره لوی شمېر کسانو ګډون هيڅ ځای نه نيسي.

طالبانو وړاندي هم په وارو وارو ويلي دي، چي د افغان دولت سره مخامخ خبرو ته نه کښېني.