کور / راپور / د فراه چارواکي: طالبانو د انجونو دوه ښوونځي په بمونو الوځولي دي

د فراه چارواکي: طالبانو د انجونو دوه ښوونځي په بمونو الوځولي دي

د فراه ولايت ځايي چارواکي وايي، چي په دغه ولايت کي طالب وسلوالو دوې د انجونو ښوونځي په بمونو له منځه وړي دي.

د فراه ولایت د پوهني رئيس محمد عظيمي وايي، دوې شپې وړاندي طالبانو د فراه ښار د تيوسک سيمي د انجونو ښوونځی او تېره شپه ئې په نوده سيمه کي د امير شېر علي خان د انجونو ښوونځی په بمونو الوځولی دی.

د عظيمي په خبره، په دغه ښوونځيانو کي شاوخوا دوه زره تنو انجونو زده کړي کولې، چي په دې سره یادي انجوني د زده کړو څخه محرومېدلای سي.

همداراز د فراه د امنيه قومندانۍ وياند محب الله محب وايي، چي وسلوال طالبان غواړي  په دا ډول کارونو سره انجوني له زده کړو محرومي کړي او د هغوی پر مخ د ښوونځی دروازې وتړي.

افغان دولت وايي، چي په هيواد کي د ناامنۍ له امله شاوخوا ۷۰۰ ښوونځي تړل سوي دي.

د فراه د پېښي په هکله تر دامهاله طالبانو څه نه دي ويلي.