کور / #PTM / د سنيټ کمېټه: د پښتون ژغورني غورځنګ غوښتني حقيقت دي او په پوره کولو کي ئې مرسته کوو

د سنيټ کمېټه: د پښتون ژغورني غورځنګ غوښتني حقيقت دي او په پوره کولو کي ئې مرسته کوو

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين تېره ورځ د خپلو ملګرو سره يوځای د پاکستان د سنيټ (مشرانو جرګې) ځانګړې کميټې ته ورغلی وو او هلته ئې د پي ټي ايم ټولي غوښتني د سناتورانو سره شريکي کړې.

د يادې کمېټې مشر او غړو د پي ټي ايم غوښتني سمي وبللې او د هغه د پوره کولو ډاډ ئې ورکړ.

يادي غونډي ته منظورپښتين وويل، چي زموږ غوښتني هماغه پخوانۍ غوښتني دي، چي تراوسه پوري يوه هم نه ده منل سوې.

ښاغلي پښتين وويل، چي د نقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار دې سزا سي، د جبري لادرکه  خلګو ستونزه دي حل سي، له قبایلي سیمو دې ماینونه پاک سي او په قبایلي سیمو کي د غیرعدالتي وژنو لپاره دې د حقایقو د پلټنې یو کمېسون جوړ سي.

د سېنټ د کمېټۍ غونډه د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کي د کمېټۍ د مشر بېرسټر محمد علي سیف په مشرۍ کي سوې، چي د کمېټې د غړو تر څنګ منظور پښتین، د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ، خان زمان کاکړ او د دې تحریک نورو غړو پکي ګډون کړی وو.

خان زمان کاکړ پر ټویټر لیکلي دي : ” موږ د سېنټ ځانګړې کمېټۍ ته زموږ مهم ټکي بیان کړل. موږ محترمو سنېټرانو ته وویل چې موږ پښتانه نور زموږ پر خاوره د ریاست د جنګي تجارت پالیسي نه منو”.

په غونډه کې شریک د مسلم لیګ نواز ګوند سنېټر مشاهد حسېن سید پر ټویټر د پي ټي ایم له مشرانو سره ناسته تاریخي بللې او ویلي ئې دي چي منظور پښتین او محسن داوړ د سېنټ غړو ته په تفصیل خپلې غوښتنې وړاندي کړې چي وایي د سېنټ غړو یې نه یواځې تایید وکړ، بلکې په پوره کولو کي ئې هم  د ملاتړ ډاډ  ورکړ.