کور / #PTM / پاکستاني استخبارات دپي ټي ايم اړوند بيانونه سانسوروي

پاکستاني استخبارات دپي ټي ايم اړوند بيانونه سانسوروي

په پاکستان کي د انټرنيټ کارونکو د حقوقو مبارز سازمان وايي، چي د پاکستان پوځ هغه بيانونه او ليکني له منځه وړي چي د پښتون ژغورني غورځنګ په پلوی خپرېږي.

د ياد سازمان په تازه راپور کي ويل سوي چي رياستي نظام د انټرنيټي جرمونو په بهانه هغه بيانونه سانسوروي چي د پي ټي ايم په ملاتړ خپرېږي.

دغه سازمان وايي، چي پاکستاني استخبارات هغه خبريالانو ته هم ګواښونه کوي چي د ياد غورځنګ په هکله راپورونه جوړوي.

په دغه راپور کي ويل سوي، چي پوځ هغه منابع او سرچينو ته هم د مرګ ګواښونه کوي، کومو چي د پي ټي ايم په ملاتړ او پر حقائقو ولاړ مالومات د خبريالانو سره شريک کړي وي.

په راپور کي راغلي چي د پاکستان حکومت د هغه ناقانونه ډلو ټپلو اکاونټونه نه بندي چي په دغه هيواد کي په ظاهره بنيز پرې لګېدلی دی. همداراز استخبارات د هغه سختدريځو ډلو فعاليت ته هم اجازه ورکړې ده چي د پوځ لخوا جوړي سوي دي.