کور / شعر / تېر وختونه

تېر وختونه

 تېروختونه یادول دی ډیر ضرور
خاطري او کارنامې، همت، غرور
 ویاړدی، زمونږد شهیدانو کار نامې
دوئ د زړونو، ارمانونوسلسلې
 تیر یادونه تجربه ده سباوون ته
د قومونو ولسونو پيوستون ته
 نه نفرت په هره سیمه خپرول دي
نه په تیریاد ملیتونه جنګول دي
 په خطاء سیاسیت دهرجابر زوریږو
هم په خپلو تېروتنو خفه کېږو
 دا مسیج مو نن، سبا ښکاره اشکار دی
 زمونږ هیله سوکالي ده ښه روزګار دی
 نه د چا سره زمونږه دښمني ده
که انګلیس که امریکا که جرمني ده
 مونږ دهر خطاء سیاست سره خلاف یو
مونږ خلاف دبد عمل او بې انصاف یو
خاطرې د تېر وختونو او یادونو
 تجربه ده له ناکامو سیاسیتونو
دا چې  زغم او هم ګذشت مو عقیده ده
خو له تېرو یاد لرل ښه تجربه ده
 اختلاف د انتقام په معنی نه دی
 تجربه ده د ناکام په معنی نه دی
 دا لارښود دی د سبا ژوندون لپاره
 ترینه درس دی دعبرت ، سمون لپاره
تېرکه هیر شي شهید وینو ته توهین دی
 تېرعبرت د هرې سیمې، سرزمین دی
——————————
 ‌‌‌‌‌‌ډاکټر صلاح الدین سعیدي
 ۱۶ – ۴ – ۲۰۱۹
 م ۰ کال