کور / اقتصادي / جرمني د افغانستان سره د ۵،۱ میلیارده افغانیو مالي مرستي ژمنه وکړه

جرمني د افغانستان سره د ۵،۱ میلیارده افغانیو مالي مرستي ژمنه وکړه

نن په ۲۰۱۹ کال کي د افغانستان او د المان تر منځ د همکارۍ په اړهحکومتي سلامشورې پای ته ورسیدې. د المان د اقتصادي همکاریو او پراختیا وزارت (BMZ) ژمنه وکړه چي شاوخوا ۵،۱ میلیاده افغانۍ (۵۹ میلیونه یورو )به په افغانستان کي د ښې حکومتولۍ، پایښتونکي اقتصادي پراختیا او همداراز ښاري پراختیا او د ښاروالي زیرنباوو په برخو کي پانګونه وکړي. برسیره پردې، ۸،۷ میلیارده افغانۍ (۱۰۰ میلیونه یورو) د افغانستان ایمني وجهي صندوق ته اختصاص ورکړل سوی دي. د ۲۰۰۱ کال راهیسې، د المان حکومت په ټولیزه توګه ۳۴۵ میلیارده افغانۍ ( ۴،۰۶ میلیارده یورو) په افغانستان کي پانګونه کړی ده.

د دې پانګونې په وړاندې، المان د افغانستان له حکومت څخه تمه لري چي د اداري فساد سره د مبارزې، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنینوي، د ښځو د حقونو او برابرو فرصتونو د ودې او همدا زار د کان ایستنې او د استخراج په سکتور کي د روڼتیا د تامین په برخو کي د اصلاحاتو پلي کیدو په لاره کي پر خپلو ژمنو عمل وکړي. له دې کبله، د ۸،۷ میلیاردو افغانیو ( ۱۰۰ میلیونو یورو) څخه چي نوموړي وجهي صندوق ته اختصاص ورکړل سوي دي، ۵،۲ میلیارده افغانۍ ( ۶۰ میلیونه یورو ) به د هغو اصلاحاتو تابع وي چي ورباندې په ګډه هوکړه سوی ده. برسیره پردې، د دوې اړخیزې همکارۍ له برخې څخه ۳،۵ میلیارده افغانۍ ( ۴۰ میلیونه یورو) چي د انرژۍ په سکتور کي به پانګونه وسي، د روانو او راتلونکو پلان سویو پروژو د پایښت په موخه د دغو پروژو د کړنو ساتنې او څارنې د لارښودونو په ترسره کولو مشروطې دي.

د افغانستان د مالیې وزارت د پالیسۍ د چارو مرستیالې اغلی ناهید سرابي وویل: “څرنګه چي د افغانستان د سولې او ملي پراختیا چوکاټ په ستراتیژۍ کي یادونه سوی، د افغانستان حکومت په پام کي لري چي لوړې اقتصادي ودې ته ورسیږي ، د ګاونډیو هیوادو سره دوستانه اړیکي پراخې کړي، عواید زیات کړي، کارجوړونه منځته راوړي، د بې وزلۍ کچه را ټیټه کړي، او د تاوتریخوالي شخړې ته د پای ټکۍ کیږدي. دغو موخو ته رسیدل به موږ ته د دې توان راکړي چي د یوه ملت په شان ځان بسیاینې ته ورسیږو. له دې امله موږ د لومړیتوب لرونکو پروګرامونو او پروژو کي د لومړیتوب  لرونکو ملي پروګرامونو سره سم پانګونه کوو، هغه پروګرامونه کوم چي اوږدمهال او پایښتونکي دي او افغانستان د سیمې او د هغې نه وړاندې هیوادونو سره نښلوي”. نوموړې زیاته کړه، زه د افغانستان په استازیتوب ستاسو او ستاسو د خلکو له دوامداره همکاریو څخه چي زموږ د همکاریو له پیل نه شتون لري، مننه کوم. آلمان د افغانستان په بیارغونه کي مهم رول لوبولی دی او زموږ د همکاریو په پایله کي د پراختیایې پروګرامونو په پلي کیدو کي د پام وړ لاسته راوړنو ته رسیدلي یو.

المان د پخوا په شان په افغانستان کي د پایښتونکي پراختیا، سولې او ثبات په لاره کي د مرستې په کولو ژمن پاتې کیږي. د المان اقتصادي همکاریو او پراختیا په وزارت کي د افغانستان/پاکستان د څانګې مشر ښاغلي ډاکټر هیننګ پلاتې د خپلې پرانیستونکي وینا په ترڅ کي داسې وویل: “المان د افغانستان د پراختیا او د دې هیواد د خلکو د یوه ډاډه او اوږدمهال شریک په توګه پاتې کیږي – څرنګه چي مونږ پخوا هم همداسې پاتې سوې یو. المان تر ۲۰۲۰ کاله پورې هر کال د ۴۳۰ میلیونو افغانیو مالي مرستې په کولو سره په افغانستان کي د پراختیا سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.”

د افغان-المان د همکارۍ موخه داده چي د افغانستان د خلکو د ژوند شرایط او راتلونکي لرلیدونه سمون ومومي تر څو هغوی وکولای سي د خپل ژوند څخه د بیوزلۍ، کډوالۍ، تاوتریخوالي یا افراطیت څخه پرته خوند واخلي. نن المان ژمنه وکړه چي خپل ملاتړ ته به د اداري فساد سره د مبازې، د نجونو او ښځو د ودې، د افغان مدني ټولنې د پیاوړي کولو، د عامه ادارې د اصلاح کولو او د خصوصي سکتور د ونډې د اخیستلو لپاره د یوه توان ورکوونکي چاپیریال د جوړولو په لاره کي دوام ورکړي.

د دې لپاره چي د پراختیا څخه د افغانستان ټول وګړي ګټه پورته کړي، د پایښتونکي عواید لرونکو فرصتونو برابرول او د اقتصادي ودې څخه ملاتړ او همداراز د برېښنا او اوبو برابرولو ته سمون ورکول د کړنو په لومړیتوبونو کي شامل سوي دي. دا موخې د افغانستان د لومړیتوب لرونکو پالیسیو لکه د افغانستان د سولې او ملي پراختیا د چوکاټ او د لومړیتوب د ملي پروګرامونو سره په بشپر ډول سمون لري.

برسیره پردې، د افغان-المان د همکارۍ اداره به د افغانستان د اصلاحاتو له شریکانو سره همکارۍ پراخه کړي او د شفافیت، افغاني مالکیت او پراختیایي لورموندنې په موخه به په زیاتیدونکي توګه هڅونې وکاروي.