کور / راپور / ولسمشر غني: قطر ته تلونکی پلاوی د ټول اولس او افغان دولت استازيتوب کوي

ولسمشر غني: قطر ته تلونکی پلاوی د ټول اولس او افغان دولت استازيتوب کوي

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، چي قطر ته تلونکی پلاوی د افغان ولس او حکومت استازيتوب کوي.

نوموړي چي نن په کابل کي قطر ته تلونکي پلاوي ځينو غړو ته وينا کول وويل، چي دغه کسان به په قطر کي د افغان دولت او اولس په استازيتوب د طالبانو سره خبري اتري کوي.

نوموړي په خپلو خبرو کي وويل، چي دا د بين الافغاني خبرو اترو لپاره يو غوره چانس دی او بايد له لاسه ونه وځي.

ښاغلي غني يادو کسانو ته وويل، چي بايد طالبانو ته قناعت ورکړی او په دې وپوهول سي چي د افغان دولت سره د خبرو پرته بله لار نه لري.

طالبانو په يوې تازه خبرپاڼه کي د افغان دولت له لوري قطر ته د لېږونکي پلاوي د ليست سره مخالفت ښودلی دی او ويلي ئې دي چي دا به د حکومت استازولي نه کوي، بلکي هر يو به د شخصي موقف څخه خپل نظر څرګندوي.

افغان دولت  قطر ته د اپريل د ۲۱ نېټې د غونډي لپاره چي د طالبانو سره به پر بېلابېلو موضوعاتو بحث کېږي د ۲۵۰ کسيز پلاوي ليست اعلان کړی دی.

د نن ورځي په خبرو کي اشرف غني د يادو پلاوو غړو ته  وويل: تاسو په قطر کي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ستر عظيم واحد ملت استازولي کوئ د هر ماشوم، ښځې معلول، شهیدي کورنۍ او افغان وګړي د حقونو استازيتوب کوئ، داسې حقونه چي د افغانستان اساسي قانون کي درج دي.

د نوموړي په خبره، له افغان حکومت او ولس استازي ځکه مهمه ده چې هیڅوک هم د دولت له چارچوب پرته د ملت استازي نه سي کولای.

هغه وويل، د نظام موجودیت او سرې کرښې د دې وطن له مشترکو هیلو او ارزوګانو جوړي سوې دي.

ښاغلي غني وويل، په افغانستان کي د وينو تويولو د بندېدو وخت رارسېدلی دی او طالبان بايد د افغان دولت سره مخامخ خبرو ته کښېني.

طالبانو په وارو وارو ويلي دي، چي د افغان دولت سره خبرو ته نه کښېني.