کور / #PTM / منظور پښتين: د مذاکراتو وړاندي به په پښتونخوا کي د ټولو ملګرو سره مشورې کوو

منظور پښتين: د مذاکراتو وړاندي به په پښتونخوا کي د ټولو ملګرو سره مشورې کوو

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چي د مذاکراتو په هکله به مخکي له مخکي  په پښتونخوا علاقه کي د خپلو ملګرو سره ناستي کوي.

نوموړي وويل: “دا چي مذاکرات به د چا سره کوو د دې لپاره به لومړی موږ د پښتونخوا په هره علاقه کي د خپلو مشرانو ملګرو سره ناسته کوو”.

ښاغلي پښتين پر داسي مهال دا څرګندوي کړي دي، چي پرون نوموړی د خپلو ملګرو سره د پاکستان د مشرانو جرګې ځانګړي کمېټې ته ولاړی او هلته ئې د سناتورانو سره خپلي غوښتني شريکي کړې.

تېره ورځ د سنيټ غړو د ښاغلي پښتين غوښتني پرحقه وګڼلې او ژمنه ئې وکړه چي د ستونزو په حلولو کي به مرسته وکړي.

ښاغلي پښتين وويل: “د سېنېټ د قايمه کمېټۍ په وړاندې مي خپل دريځ وړاندې کړو او د خپل قام په تحفظاتو مو خبر کړه او په دې ليدنه کي د ټولو سياسي ګوندونو استازي شامل وو”.

هغه ويلي دغو خبرو او ليدنې ته “ميډيا د مذاکراتو نوم ورکړی خو دا مذاکرات نه وه يواځې د پي ټي اېم او د پي ټي اېم د غوښتنو په اړوند مي بيان کړی دی”.

ښاغلي پښتين زياته  کړه: “دا مي په ډاګه کړه چي مذاکرات کله او د چا سره کوو، لومړی به  د پښتونخوا په هره برخه کي د خپلو مشرانو ملګرو ناسته کوي دا به ټاکي چي په کومو مسلو به د چا سره خبره کوي. زه يواځې نه يم بلکې د ټولو ملګرو سره به مشوره کيږي”.