کور / #PTM / محسن داوړ: سینیټ ته مو خپلي غوښتني ایښي خو دپي‌ ټي ایم مبارزه به روانه وي

محسن داوړ: سینیټ ته مو خپلي غوښتني ایښي خو دپي‌ ټي ایم مبارزه به روانه وي

د پښتون ژغورني غورځنګ (پي ټي ايم) مخکښ  محسن داوړ وايي، چي سنيټ ته مو خپلي غوښتني وړاندي کړي دي، خو ددې سره سره به د پي ټي ايم هلي ځلي رواني وي او خپلي مبارزې ته به دوام ورکوي.

تېره ورځ پي ټي ايم خپلي غوښتني د سناتورانو سره شريکي کړې.

د يادې کمېټې مشر او غړو د پي ټي ايم غوښتني سمي وبللې او د هغه د پوره کولو ډاډ ئې ورکړ.

يادي غونډي ته منظورپښتين وويل، چي زموږ غوښتني هماغه پخوانۍ غوښتني دي، چي تراوسه پوري يوه هم نه ده منل سوې.

ښاغلي پښتين وويل، چي د نقیب مسید په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار دې سزا سي، د جبري لادرکه  خلګو ستونزه دي حل سي، له قبایلي سیمو دې ماینونه پاک سي او په قبایلي سیمو کي د غیرعدالتي وژنو لپاره دې د حقایقو د پلټنې یو کمېسون جوړ سي.

د سېنټ د کمېټۍ غونډه د سه شنبې په ورځ په اسلام اباد کي د کمېټۍ د مشر بېرسټر محمد علي سیف په مشرۍ کي سوې، چي د کمېټې د غړو تر څنګ منظور پښتین، د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ، خان زمان کاکړ او د دې تحریک نورو غړو پکي ګډون کړی وو.

خان زمان کاکړ پر ټویټر لیکلي دي : ” موږ د سېنټ ځانګړې کمېټۍ ته زموږ مهم ټکي بیان کړل. موږ محترمو سنېټرانو ته وویل چې موږ پښتانه نور زموږ پر خاوره د ریاست د جنګي تجارت پالیسي نه منو”.

ښاغلي داوړ وويل: اوس نه سي کولای چي ووایي دغه کمیټه به تر کومه حده خپلواکه وي خو دا دا دسینیټ کمیټه ده او ویلي ئې دي چي هغوی دپي‌ ټي‌ ایم او ریاست ترمنځ یو دجرګې کردار ترسره کول غواړي.

هغه وویل، دخبرو ترڅنګ به دپښتون ژغورنې غورځنګ تحریک هم دوامداره وي او داسې به هیڅ کله نه وي چي په یوازې خبرو یا یوه لیدنه به دا تحریک ودریږي.