کور / #PTM / بې پولي خبريالان: په پاکستان کي پر پوځ نيوکه کونکي خبريالان په ترهګرۍتورنيږي

بې پولي خبريالان: په پاکستان کي پر پوځ نيوکه کونکي خبريالان په ترهګرۍتورنيږي

د بې پولي خبريالانو د څار سازمان وايي، چي په پاکستان کي د خبريالانو د وېرولو او ګواښونو له امله دلته اندېښنې موجودي دي.

د بې پولي خبريالانو اداره ( آر ايس ايف) وايي، چې د پاکستان پوځ د هغه خبريالانو پرضد د ترهګرۍ مقدمې جوړوي چي د دغه هيواد پر استخباراتو يا پوځي کړيو نيوکي کوي.

آر ايس ايف په خپل تازه راپور کي وايي، چي په پاکستان کي ډېری ازاد خبريالان او‍ هغه کسان چي تنقيدي راپورونه جوړوي د سخت ګواښ سره مخ دي او آن ځيني ئې د ترهګرۍ په تور بنديان سوي هم دي.

پاکستان د خبريالانو لپاره يو تر ټولو خطرناکه هيواد دی.

د بې پولي خبريالانو سازمان پر داسي مهال پاکستان د خبريالانو لپاره خطرناکه هيواده بللی دی، چي تېره ورځ  په پاکستان کي د انټرنيټ کارونکو د حقوقو مبارز سازمان اندېښنه وښودل، چي د پاکستان پوځ هغه بيانونه او ليکني له منځه وړي چي د پښتون ژغورني غورځنګ په پلوی خپرېږي.

د ياد سازمان په تازه راپور کي ويل سوي چي رياستي نظام د انټرنيټي جرمونو په بهانه هغه بيانونه سانسوروي چي د پي ټي ايم په ملاتړ خپرېږي.

دغه سازمان وايي، چي پاکستاني استخبارات هغه خبريالانو ته هم ګواښونه کوي چي د ياد غورځنګ په هکله راپورونه جوړوي.

په دغه راپور کي ويل سوي، چي پوځ هغه منابع او سرچينو ته هم د مرګ ګواښونه کوي، کومو چي د پي ټي ايم په ملاتړ او پر حقائقو ولاړ مالومات د خبريالانو سره شريک کړي وي.په راپور کي راغلي چي د پاکستان حکومت د هغه ناقانونه ډلو ټپلو اکاونټونه نه بندي چي په دغه هيواد کي په ظاهره بنيز پرې لګېدلی دی.

همداراز استخبارات د هغه سختدريځو ډلو فعاليت ته هم اجازه ورکړې ده چي د پوځ لخوا جوړي سوي دي.