کور / راپور / سرچينه: په قطر کي به دغونډي کوربه توب افغان دولت کوي

سرچينه: په قطر کي به دغونډي کوربه توب افغان دولت کوي

د افغان دولت يوه سرچينه چي نه غواړي نوم ئې واخيستل سي ويلي، چي په قطر کي د طالبانو سره د مذاکراتوکوربه توب به افغان دولت کوي.

ياده سرچينه وايي، چي سباد پنجشنبې په ورځ به افغان پلاوی د قطر پر لور روان سي.

افغان دولت په قطر کی د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره ۲۵۰ کسانو ليست چمتو کړی دی او افغان ولسمشر وايي، چي دغه کسان د افغانستان د دولت او اولس بشپړ استازيتوب کوي.

نن په ارګ کي د ياد پلاوي د غړو يوه غونډه جوړه سوې وه، چي ولسمشر اشرف غني ئې مشري کول.

 ښاغلي غني يادو کسانو ته وويل، چي بايد طالبانو ته قناعت ورکړی او په دې وپوهول سي چي د افغان دولت سره د خبرو پرته بله لار نه لري.

بل خوا بيا طالبانو په يوې تازه خبرپاڼه کي د افغان دولت له لوري قطر ته د لېږونکي پلاوي د ليست سره مخالفت ښودلی دی او ويلي ئې دي چي دا به د حکومت استازولي نه کوي، بلکي هر يو به د شخصي موقف څخه خپل نظر څرګندوي.

افغان دولت  قطر ته د اپريل د ۲۱ نېټې د غونډي لپاره چي د طالبانو سره به پر بېلابېلو موضوعاتو بحث کېږي د ۲۵۰ کسيز پلاوي ليست اعلان کړی دی

.د نن ورځي په خبرو کي اشرف غني د يادو پلاوو غړو ته  وويل: “تاسو په قطر کي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ستر عظيم واحد ملت استازولي کوئ د هر ماشوم، ښځې معلول، شهیدي کورنۍ او افغان وګړي د حقونو استازيتوب کوئ، داسې حقونه چي د افغانستان اساسي قانون کي درج دي”.

د نوموړي په خبره، له افغان حکومت او ولس استازي ځکه مهمه ده چې هیڅوک هم د دولت له چارچوب پرته د ملت استازي نه سي کولای.هغه وويل، د نظام موجودیت او سرې کرښې د دې وطن له مشترکو هیلو او ارزوګانو جوړي سوې دي.

ښاغلي غني وويل، په افغانستان کي د وينو تويولو د بندېدو وخت رارسېدلی دی او طالبان بايد د افغان دولت سره مخامخ خبرو ته کښېني.