کور / راپور / په افغانستان کي سيلابونو درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي

په افغانستان کي سيلابونو درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي

د افغانستان په بېلابېلو سيمو کي وروستيو اورښتونو ګڼ مالي او ځاني تاوانونه اړولي دي.

د طبعې پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چي له دريو ورځو راهيسي د افغانستان په لوېديځو او مرکزي سيمو کي ګڼ کورونه، ځمکي او هټۍ د سيلابونو له امله وران سوي دي.

د ادارې په خبره، په دغه سيلابونو کي شاوخوا  ۲۳۵ تنو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی او ۳۸ تنه تراوسه لادرکه دي.

دغه اداره وايي، چي وروستيو سيلابونو د هرات، نيمروز، فراه، هلمند، پکتيا او کابل ولایتونه زيانمن کړي دي.

همداراز د پنجشير، غوربند، سالنګ او هلمند سيندونو پر غاړو کرنيزي مځکي هم اوبو وړي دي.

د طبيعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، چي ”د سیلابونو له کبله ځینو جوماتونو ته او له سلو ډېرو ښوونځیو ته هم زیان اوښتی او دغه راز له لسو زرو ډېر څاروي هم له منځه تللي دي ”

افغان چارواکي وايي،په وروستيو سيلابونو کي نژدې ۱۵ زره کورونه له بیخه نړیدلي دي او د نژدې ۱۷ زره کورونو ځیني برخې نړېدلې دي. اړوند افغان چارواکي وايي، له سیلاب ځپلو سره یې د امکان تر حده مرستې کړي دي.

په دې وروستيو کي د افغانستان په ډېرو سيمو کي خورا توند بارانونه سوي او د هوا پېژندي اداره وايي، چي د سختو بارانونو او طوفاني بادونو لړۍ به د اونۍ ترپايه روانه وي.