کور / شعر / سمندر

سمندر

سمیع الله خالد سهاک
ته دلته څه کوې؟
……………………….
د سمندر په غاړه می
هغه ولیده
راته موسکې شوه
او ویی وییل
ته دلته څه کوې؟
ما ویل
تا پسی روان وم
او ته دلته راغلې
ته دلته څه کوې؟
په نیمه شپه کې؟

د اپریل ۱۷، ۲۰۱۹ کال
مونتری، کالیفورنیا