کور / علمي / د پېښور ايډورډز ښوونځي کي باچاخان او ډاکټر نجيب هم زده کړي کړي دي

د پېښور ايډورډز ښوونځي کي باچاخان او ډاکټر نجيب هم زده کړي کړي دي

د محکوم وطن پېښور ښار د ( ايډورډز ) په نوم ښوونځی (سکول) د دغه ښار لومړنۍ تعليمي اداره ده چي په کال ۱۸۵۵ کي ئې په فعاليت پيل وکړ.

له نن څخه ۱۶۴ کاله وړاندي جوړ سوي دغه ښوونځي کي د محکوم او ازاد وطن ګڼو مهمو څېرو هم زده کړي کړي دي.

په پېښور کی د تاريخي اثارو ساتونکی او تاريخپوه شفيق ګګياڼي وايي، چي په تاريخي توګه دا ښوونځی د افغان واليانو(ګورنرانو) ماڼۍ وه، خو هند ته د انګرېزانو د راتګ وروسته دا ماڼۍ په ښوونځي بدله سوه.

نوموړی وايي: “په تاریخي توګه دا د امیردوست محمد خان د دوو وروڼو سلطان محمد خان او یارمحمد خان کور وو، دوی په پېښور کي ګورنران هم تېر سوي دي، خو کله چي په ۱۸۵۵ م کال کي انګرېزان راغلل نو بیا ئې دا په رسمي توګه په سکول بدل کړ”.

دا ښوونځی د هغه وخت انګرېز چارواکي هربرټ ایډورډز جوړ کړی وو، چي نه یواځي په پېښور بلکي په ټوله پښتونخوا  کي لومړنی ښوونځی وو.

 شفیق ګګیاڼی وایي: “په دې سکول کي باچاخان، د هغه ورور ډاکټر خان، عبدالقیوم خان، سردار عبدالرب نشتر، لیکوال پطرس بخاري، د پاکستان پخواني صدر جنرل یحيی خان او د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب سبق ویلی دی”.

د ایډورډ سکول پخوانۍ تاریخي ودانۍ اوس ټوله نړول شوې او شاوخوا پینځوس کاله مخکې نوې ودانۍ جوړه شوې، خو یواځې یوه پخوانۍ دروازه پکې پاتې ده.