کور / راپور / قطر ته د افغان پلاوي سفر ځنډېدلی دی

قطر ته د افغان پلاوي سفر ځنډېدلی دی

په قطر کي د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د افغان پلاوي سفر تر نامالوم وخت پوري ځنډېدلی دی.

په پام کي وه چي نن پنجشنبه به افغان ۲۵۰ کسيز پلاوی د قطر پلازمېني دوحې ته ولاړ سي، خو د نامالومو دلائلو له مخي ياد سفر ځنډېدلی دی او تراوسه  ښکاره نه ده چي دا پلاوی به کله قطر ته روان سي.

د پلاوي يوه غړي، چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي ويلي، د تخنیکي ستونزو او له دغه ۲۵۰ کسیز لېست سره د طالبانو د مخالفت له وجې د دوی سفر د څو ساعتونو لپاره ځنډېدلی دی.

خو لا هم مالومه نه ده چي ايا د طالبانو مخالفت ياد پلاوی له سفر څخه راګرځولي او که افغان دولت غواړي چي د پلاوي پر لېږلو له سره غور کوي.

تمه وه چي د قطر غونډه به درواني اپريل له ۱۹ څخه تر ۲۱ نېټې پوري وي.

طالبانو د افغان دولت لخوا د لېږل کېدونکو کسانو سره مخالفت ښوودلی دی او دائې د سولي د رواني پروسې د تحريم يوه هڅه بللې ده.