کور / راپور / د بلوچستان په مکران سيمه کي ۱۴ کسان وژل سوي دي

د بلوچستان په مکران سيمه کي ۱۴ کسان وژل سوي دي

تېره شپه د بلوچستان په مکران سيمه کي پر کوسټل لويه لار نامالومه وسلوالو ۱۴ تنه له سورلۍ کښته کړي او وژلي دي.

عيني شاهدان وايي، چي د شپې ناوخته د کراچي – ګوادر پر لويه لار  وسلوال موټر ته راوختل، د ټولو څخه ئې د شناخته کارډونو پوښتنه وکړه او وروسته ئې دغه ۱۴ کسان  کښته کړل او وئې وژل.

د وژل سويو کسانو مړي نژدې روغتون ته وړل سوي، ترڅو مالومه کړي چي دا وګړي د کوم ځای دي.

د پېښي پړه تر دامهاله کومي وسوالي ډلي پر غاړه نه ده اخيستې.

په دې وروستيو کي په سيمه کي د ناامنۍ پېښي زياتي سوي چي عام اولس د پړې ګوته پاکستاني پوځ او استخباراتو ته نيسي.

پاکستاني استخبارات په بېلابېلو نومونو ډلي رامنځ ته کړي دي، چي د نا امنۍ د رامنځ ته کولو لپاره ورڅخه کار اخلي.

تېره اونۍ د کوټي په سبزي منډۍ کي هم يوې چاودني ۲۰ هزاره توکمه ولسي وګړي ووژل او تر ۴۰ زيات ئې ژوبل کړل.

د هزاره ټولني مشران وايي، چي پوځ ددوی سره ژمنه کړې وه چي امنيت به ئې خوندي کوي، خو د وروستيو پېښو څخه جوتېږي چي په همدې پېښو کي مخامخ پوځ او استخبارات لاس لري.