کور / راپور / امريکايي طالب (جان واکر) له بنده خوشي کېږي

امريکايي طالب (جان واکر) له بنده خوشي کېږي

جان واکر چي په امريکايي طالب مشهور دی په ۲۰۰۲ کال کي د طالبانو سره د همکارۍ په تور نيول سوی او اقرار ئې کړی وو چي د هغوی په ملاتړ ئې جګړه کول.

نوموړی هماغه وخت په ۲۰ کاله بند محکوم سوی وو او تر ۱۷ کلونو بند وروسته به راروانه می مياشت له زندانه خوشي سي.

هغه په امريکايي طالب مشهوره دی او تمه ده چې د مې په ۲۳ مه پرېښودل سي.

هغه تېره اونۍ په ويرجينيا ايالت کي يوې محکمې ته وړاندي سو او د اسنادو له مخي نوموړی په دې راضي سو چي ترخوشي کولو وروسته به درې کلونه په منل سويو شرائطو تېروي.

دغه درې کلن شرائط داسي دي، چي نوموړی نه سي کولای چي د ضمانت ورکونکي افسر له اجازې پرته انټرنيټ وکاروي، همداراز به دی د ترهګرۍ او سختدريځی وېډيوګاني نه سي کتلای او  څارونکو پوليسو ته به اجازه ورکوي چي دی په بشپړه توګه وڅاري.

جان واکر په يوه کېتوليکه عيسايي کورنۍ کې زيږيدلی چې په ۱۹۹۸ کال کې د عربي د زده کړې لپاره يمن ته تللی وو.په ۲۰۰۱ کال کي په امريکا کي د القاعده د ترهګرو بريدونو څخه څلور مياشتي مخکي نوموړی افغانستان ته ورغلی وو. دی په همدغه کال پر افغانستان د امريکا تر يرغل دوه مياشتي وورسته، په ډيسمبر کي شمالي ټلوالي ونيو او امريکايي ځواکونو ته یې وسپاره .

په ۲۰۰۲ کال کې جان واکر ته وروسته له هغه  د ۲۰ کلونو بند سزا واورول سوه چي نوموړي طالبانو ته د خدمت کولو او د چاوديدونکو موادو د لېږد اقرار وکړ .