کور / کره کتنه / د خوند او رنګ په لټون ستړی شاعر

د خوند او رنګ په لټون ستړی شاعر


عصمت الله زهیر

څه ثبوت د هغه خدای غواړې کافري !
خوشبویي او ستا خندا ده له جنته

په واقعیت کي مقتصد ستړی تر خپل عمر څو چنده مشره شاعري کوي که څه هم بسیاره شاعري کوي خو ښه شاعري کوي مقصدي شاعري کوي د یار د غم سره ، سره د روزګار غم هم ژاړي د ژوند ستړیاوي د سوزي شعر په وسیله راسپړي …
د مطالعې د پراختیا لکبله یې ( په خصوصیت د اردو معاصر شعر او ادب مطالعه ) پر شعر هیڅ پردی سوری پریوتی نه ښکاري نه د ړندو مقلدینو په کتار کي ولاړ ښکاري ځکه خو یې په لنډه موده کي د شعر په مینوالو او لیکوالو کي ځان ته خپل جوت شناخت موندلی دی .
په پردي قام ، پردۍ ژبه او پردي ښار کي د شعر ژبه دومره سوچه او د پښتني کلیوالو سمبولونو او اصطلاحاتو پریمانه ساتل هم د ځوان ، هڅاند انتهايي شریف مقتصد ستړي کمال دی …
زه داسي فکر کوم د مقتصد ماشومتوب زیات دردمن او کړاوجن هم دردونکی دی ، امکان لري د شوخۍ ، خندا، ټوکو ټکالو شیبې یې د حالاتو جبر ورځني تروړلي وي چي اوس یې په ځواني کي په خندا کي هم هغه د درد شدت احساسولی سو او د دې درد ارتعاش ته یې د تخیل د رنګنیووسعت وربخښلی دی …
شاهد دا به یې عادت وي چي ډېره ژوره او پېچلې خبره هم په ساده او اسانه انداز کي وکړي په سوچه کلیواله اصطلاح کې وکړي چي د لوستونکي په ذهن او زړه یې تصویرونه تر ډېره نقش پاته سي …
عطایي ملا هر وخت چي د ستړي شعر لوستی وو راته ویل به یې …
( ستړی دي خدای ستړی نکړي ښه شعر لیکي نظر په ساته ) …
مقتصد ستړی د پښتو ژبي د هغه ځوانانو شاعرانو څخه یو دئ چي په شعر یې د لوستونکو تنده ماتیږي او ذهن یې د تصوراتو په ژور سیند ورګډیږي …
مقتصد سره تاندي هیلي او د نوو، نوو امیدونو ګلدرې دي د رنګونو او ښایستونو یو ویړ جهان لري خو مقتصد بیا هم ستړی دی ولي ؟

سولیدلي خاطرې دي هر سهار پیل د جنګ سو
لمر د میني په لفظونو کي تړمه نوي کال ته
د مقتصد هر ګام په جګړه کي دئ او په جګړه کي را ځلمی سوی دئ ، بې کوري ، در بدري ، یتیموالی چي دا سفر په دردونو کي را پیلیږي او تمامیږي نه …
د هیلو لمن نیول څوک د دردونو سفیر شاعر نیولی سي ځان به سوځوي د درد له آه به دود سوي د هیلو څراغونه روښان ساتي …
د ژوند د واقعیتونو ترجمان شاعر پزړونو کي د هیلو موجونه را پاروي د لوستونکو د ذهنونو افق ته پراختیاهم رڼا او زړونو ته اسودګي وربخښي ، په خلګو کي د ژوند سره د میني احساس پیاوړی کوي او د دردونو سفیر شاعر دا هرڅه د خپل ژوند په قیمت نذرانه کولی سي ځکه د ژوند نذرانه کول له هنري پلوه مبالغه امیزي زندۍ کوي او شاعري سپېڅلې هم د خوند او رنګ ډکه ګرځول دي او دا قرباني مقتصد په تانده ځواني د خپل دننه ناست شاعر د سپېڅلتیا لپاره ورکړې ده ځکه یې شعر نېغ زړونو ته لار کوي هم ساده کلیوال او لوستي ذهنونه په خپل ، خپل انداز خوند ورځني اخلي او رنګ ورپکي لټوي .

ستړي روح مي د سینځلو خوشبو واخیست
معطرې ! په عطرین بشر دي وسوم
ـــــــــ
له دوزخه سرې سکروټي را پیرزو دي
او د ټول حسن اروا ده له جنته
ـــــــــ
پرما باندي دروند نه وي دا دروند د غربت پیټی
مایوسه مي کړي ستا له خولې پيغور د شنو بنګړو
ــــــــــ
دا له جنګ نړېدلي دیوالونه
د بنسټ ډبره کیږدئ چي اباد سي
ـــــــــ
په زړه مي ټک خوړلی ځان به څرنګه راټول کړم
زخمي ، زخمي په هر یو اندام سوم تمامېږم