کور / #PTM / عمران خان: په قبايلو کي ورانۍ کول د پوځ ملامتيا نه ده

عمران خان: په قبايلو کي ورانۍ کول د پوځ ملامتيا نه ده

تېره ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران خان وويل، چي د پي ټي ايم(پښتون ژغورني غورځنګ) غوښتني سمي دي، خو ددوی لهجه سمه نه ده.

نوموړي له پي ټي ايم څخه وغوښتل چي د قبايلو خلګ دي د پوځ پر ضد نه راپاروي، ځکه هغوی يواځي امر منلی دی او عمليات ئې کړي دي.

د نوموړي په خبره، په قبايلو کي ورانی وېجاړی د پاکستان د پوځ مشکل نه دی، ځکه دوی ته امر سوی وو، چي همداسي وکړي، نو ځکه پوځ په دې چارو کي ګرم نه دی.

د نوموړو دا ډول څرګندونو ته په غبرګون کي د پښتون ژغورني غورځنګ مشرانو څرګندوني کړي دي او د عمران خان دا خبري ئې بې اساسه بللي دي.

د پي ټي ايم مخکښ مشر محسن داوړ ويلي، چي  پي ټي ايم د ولس ږغ دی او شعارونه د ظلم ځواب دی.

نوموړي پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي دي: “پي ټي ایم د هغه کسانو غږ دی چې د خپل بدن او کورنۍ غړي یې د حکومت د پالیسۍ له کبله بایللي دي. زمونږ شعارونه به درته هغه وخت سم ښکاره شي چې د هغه چا پر ځای ځان ته فکر وکړی چې د بدن غړي او یا د کور غړی یې بایللې وي. “

https://twitter.com/mjdawar/status/1119248462170791938

د غورځنګ بلي مشري وړانګي لوڼۍ پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي، چي عمران خان دي زموږ غوښتني ومني، موږ به دخپلي لهجې په

هکله بخښنه وغواړو.

https://twitter.com/WrrangaLunri2/status/1119269829070999553

“نن عمران خان د پښتنو سره سوی ظلم ومانه خو د هغه اعتراض دا دی چي زمونږ لهجه سمه نه ده. تاسو زموږ غوښتنې ومنئ، موږ به د خپلو خبرو لپاره بخښنه وغواړو.”

عمران خان په پاکستان کي د پوځ د لاس آله بلل کېږي او د ملکي حکومت د مشر ترنامه لاندي يواځي او يواځي پاکستاني پوځ ته لاس پرنامه دی او د عامو وګړو غوښتنو ته هيڅ پاملرنه نه کوي.