کور / اقتصادي / هند په کشمير کي د پاکستان سره سوداګريزه پوله وتړل

هند په کشمير کي د پاکستان سره سوداګريزه پوله وتړل

هندوستان په کشمير کې د پاکستان سره ګډه پوله د تجارت لپاره تړلې ده او ويلي يې دي په دغه لاره به په غېرقانوي ډول وسله، نشايي توکي او جعلي يا نا چله روپۍ وړلی کېدلې .

هند د پاکستان سره د کشمير ګډه پوله د سوداګرۍ او تجارت لپاره وتړل. هند وايي چي له همدې لاري د پاکستان لخوا وسلې، نشه اي توکي، جعلي پيسي او نورو غيرقانوني توکي هند ته لېږدول کېدل.

تېره ورځ د هند د کورنيو چارو وزارت  اعلان وکړ، چي نور به د پاکستان سره د کشمير د پولي له لاري سوداګريز توکي نه انتقالېږي.

د هند د کورنيو چارو وزارت وويل، د پاکستان يو شمېر کمپنۍ چي له دغي لاري هند ته خپل سوداګريز توکي لېږي، د ناقانونه وسلوالو ډلو سره اړيکي لري او د همدې تجارتي توکو په بهانه هند ته وسله او نشه اي توکي لېږي.

دا لار د هند او پاکستان د سوداګرۍ په موخه په کال ۲۰۰۸ کي پرانستل سوه، چي  په اونۍ کي څلور ورځي به هندي او پاکستاني سوداګرو خپل توکي د يو بل هيواد ته انتقالول، چي په دې کي به ترډېره طبيعي بوټي، مسالې، ټوکران او غالۍ شاملي وې.

سياسي څيړونکي وايې د پاکستان سره د کشمير ګډه پوله تړل د هندوستان او پاکستان ترمنځ د زياتېدونکي تاو تريخوالي يوه بله اشاره ده.

په نوي ډيلي کي د سويلي اسيا په چارو پوه څيړونکی سوک ديو وايي، دا د هند لخوا د ترهګرۍ پرضد په نړيواله کچه د پاکستان يواځي کول، او پردغه هېواد د فشار اچولو د لړۍ يوه برخه ده.