کور / راپور / طالبان: بين الافغاني مذاکرات ژر نه سي کېدای

طالبان: بين الافغاني مذاکرات ژر نه سي کېدای

طالبانو ويلي، چي په نژدې راتلونکي کي د بين الافغاني مذاکراتو د پيلېدو کوم څرک نسته.

طالبان وايي، په قطر کي د بين الافغاني مذاکراتو لپاره ناکامه کوښښونو ستړي کړي دي او تمه نه کوي چي په نژدې راتونکي کي بين الافغاني مذاکرات پيل سي.

تمه وه، چي نن د اپريل پر ۲۰ نېټه به د قطر په پلازمېنه دوحه کي د افغان دولت په شمول امريکايي استازي او طالبان سره کښېني او د افغان سولي په تړاو به خبري اتري وکړي.خو د افغان دولت لخوا قطر ته د خپل لوري د چمتو سوي ليست سره طالبانو مخالفت وښودی .

افغان دولت قطر ته د ۲۵۰ کسانو ليست تيار کړی وو او ويل ئې چي دا د افغان ولس او دولت استازيتوب کوی.

طالبانو په يوې خبرپاڼه کي د ياد ۲۵۰ کسيز پلاوي سره مخالفت وښودی او وئې ويل چی په قطر کی غونډه د کابل په يو هوټل کي واده نه دی چي په دومره لوی شمېر کسان ورته لېږل کېږي.

بل خوا قطر افغان دولت ته د استازو نوی ليست وړانديز کړی وو، چي د ۲۵۰ کسانو شمېر پکي کم سوی او د نورو کسانو په ليست کي د ور اضافه کولو غوښتنه سوې وه.

افغان دولت د قطر ددې وړانديز څخه ناراضه سو، او ارګ په خپله اعلاميه کي وويل، چي د قطر لخوا افغان دولت ته د ليست  چمتو کول د افغانانو پر تصميم ملنډي وهل دي او دا افغانانو ته سپکاوی دی.

افغان دولت د قطر د همدې اقدام په غبرګون کي د دوحې غونډه تحريم کړل.

طالبانو په قطر کي د کېدونکي غونډي د تحريمېدلو پړه پر افغان دولت واچول، چي د دومره لوی شمېر استازو په رالېږلو سره ئې غونډه د ستونزو سره مخ کړه.

خو بل خوا څېړونکي وايي، چي د افغان دولت لپاره د طالبانو يا قطر لخوا د استازو ټاکل معقول نه دي او هر طرف بايد خپل استازي خپله وټاکي.