کور / راپور / د پاکستان نوی داخله وزير د القاعده سره په اړيکو او د بېنظير بوټو په وژنه تورن دی

د پاکستان نوی داخله وزير د القاعده سره په اړيکو او د بېنظير بوټو په وژنه تورن دی

پاکستان د القاعده سره په اړيکو تورن کس اعجاز شاه د کورنيو چارو وزير ټاکلی دی.

پخوانی پوځي افسر اعجاز شاه د بېنظير بوټو په مرګ هم تورن دی او شک دی چي د نوموړي په وژلو کي د همدغه پوځي افسر لاس وو.

اعجاز شاه د پاکستاني استخباراتو سره پر ډېرو مهمو چوکيو کار کړی دی او ددغه هيواد په ډېرو ناوړه پېښو کي لاس هم لري.

د پاکستان وژل سوې لومړۍ وزيري بېنظر بوټو په خپل ژوند کي ويلي وه، چي که چيري دا ووژل سي نو ددې مسؤوليت به د دريو تنو اعجاز شاه، پروېز مشرف او چودري پروېز الهي پر غاړه وي.

همداراز د وال سټريټ خبري جورنال د خبريال ډينيل پرل په وژنه تورن عمر سعيد شيخ هم د پوښتنو ګروېږنو لپاره اعجاز شاه ته تسليم سوی وو، چي وروسته د همده په مرسته ازاد سو.

په پاکستان کي  پرمهمه څوکۍ د اعجاز شاه ګومارل کېدو اولسي وګړي اندېښمن کړي دي او د ائې د هيواد په زيان بللی دی.

څېړونکي وايي، چي د عمران خان د پوځي حکومت په جوړلو سره داسي برېښي چي پاکستان يوځل بيا د پروېزمشرف وخت ته ور ستنېږي او دا هيواد يوځل بيا د پوځ د ظلمونو ننداره کوي.