کور / #PTM / چمن کي د پوځ او استخباراتو ضد پراخ لاريون وسو

چمن کي د پوځ او استخباراتو ضد پراخ لاريون وسو

تېره ورځ  په چمن ښار کي د پي ټي ايم په ملاتړ او د پاکستاني پوځ پر ضد پراخ لاريو ن وسو.

د چمن په پروني لاريون کي خلګو د پاکستاني  پوځ او استخباراتي کړيو پر ضد شعارونه ورکول او ويل ئې چي همدوی د پښتنو په سيمه کي د ناامنيو او ګډوډيو جوړولو کي لاس لري.

لاريون کونکو وويل، چي په چمن کي سوې چاودنه خپله ايف سي کړې ده او په دې سره دوی غواړي چي د پښتنو سيمي نا امنه کړي او خپل هدف ته ځان ورسوي.

لاریون دچمن د بیلابیلو سیمو څخه پیاده تیر سوی چي پکي  د ګډونوالو په لاسونو کي د پي ټي ايم بيرغونه وو او د نا امنۍ په پېښو کي د وژل سويو پښتنو اځورونه ئې هم د ځان سره لېږدول.

دپي ټي ایم دمرکزي کمیټۍ غړي ملا بهرام خان  وويل، چي دپښتنو سیمو کي دترهګرۍ کوم وروستي بریدونه سوي په دې کي چارواکي پخپله لاس لري اومقصدئې دادی چي دلته په ګډوډۍ پیدا کولو خپلي ګټې ترلاسه کړي.

ښاغلي بهرام خان وويل، په چمن کي چي کوم برید سوی هغه پخپله د ایف سي ځواکونو کړی او که چيرې دوی دې برید کې لاس نه لري نو بیا دې د ځان سپينولو لپاره دلته  د لګیدلو کامرو ثبت او ریکارډنګ ټولې دنیا ته ښکاره کړي.

د تېري دوشنبې په ورځ د چمن په مال روډ کي چاودنه وسوه، چي يو تن ئې وواژه او ۱۳تنه نور ئې ژوبل کړل.

دپي‌ ټي ایم یو بل مهم مشر عثمان مبارز وویل، چي بلوچستان کې د ګډوډۍ په وروستیوپېښو کي پخپله دپاکستان استخباراتي ادارې لاس لري.

په دې وروستيو کي په سيمه کي د پښتنو په سيمو کي بمي چاودونو زور اخيستی دی چي د ډېرو ولسي وګړو ژوند ئې اخيستی دی.