کور / #PTM / منظور پښتين: د پي ټي ايم غوښتني ځکه سمي نه بلل کېږي، چي دلته ځينو کړيو له پوځ څخه خدای جوړ کړی دی

منظور پښتين: د پي ټي ايم غوښتني ځکه سمي نه بلل کېږي، چي دلته ځينو کړيو له پوځ څخه خدای جوړ کړی دی

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين د پاکستان د لومړي وزير عمران خان د څرګندونو په غبرګون کي ويلي، چي د پي ټي ايم تګلاري ته ځګه سمه تګلاره نه ويل کېږي چي دلته ځينو کړيو له پوځ څخه خدای جوړ کړی دی.

تېره ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران  خان د اورکزو قبېلې غړو ته په وينا کي وويل، چي  د پي ټي ايم غوښتني سمي دي، مګر ددوی لهجه سمه نه ده.

منظور پښتين د عمران خان د څرګندونو په غبرګون کي د وي او وې ډېوه راډيو سره په يوې مرکه کي  ويلي، چي “سم طريقه کارڅنګه وي؟ په تشو بيانونو خو زموږ خبره نه اورېدل کېده، په دې فاټا (قبايلي سيمه) څه نه وو چي هغه ونه سول، کورونه بمبار کېدل خلک لس لس کاله بې درکه کېدل هغه غېر اييني کار وو، هغې ته خو چا غلط نه ويل”.

نوموړی وايي “چي رښتيا وايې پاکستان پرې خفه کيږي او چې دروغ وايې خدای پرې خفه کيږي”.

د پشتين په وېنا ځيني خلک وايي پخوا غلطي پاليسۍ وې خو هغه پاليسۍ اوس هم روانې دي:  “د فاټا ټول غرونه  ددوی د دغو خلکو نه ډک کړي دي دلته په افغانستان کي مداخلت پرې کوي او دلته کارونه پرې کوي، په مومندو کي اوس هم بهتې (قلنګ) اخيستل کيږي، په وزیرستان کي هغه واقعات کيږي، په دوکۍ اولورلايي څه حال شورو دی؟”.

نوموړی وايي، “تر هغو پوري چي زموږ سره دا غلط کار روان وي زموږ طريقه کار به هم دغه وي، په دې لار خو موږ يو څه ترلاسه کړه”.

“زموږ په وينو پورې خندا سوې ده زموږ ماشومان به ووژل سو دلته به ټکړې ټکړې پراته وه په دې اخبارونو کي به راتلل چي دومره دومره ترهګر مو وژلي دي هغه طريقه کار سم وو؟”.

د پي ټي اېم مشر وايي، “دا يواځي  مشرف نه، جنرال عبدالقادر بلوڅ هم، نصيرالله بابر هم، کرنل امام، دوی ټولو منلي دي چي دا خلک دوي جوړ کړي دي او دغه عمران خان په خپله څو ورځي اول دا خبره وکړه چي ترهګر زموږ پوځ جوړ کړل”.

“دا خبره خو دوی کړې ده چي د ترهګرۍ په شا د دوي ايجنډا ده په دې خبره زموږ نه ولي ګيله کيږي. چي هر سړی ئې وايي بيا ګناه نه ده خو چي زموږ په خوله راووځي بيا هغه غلطه ګڼل کيږي”.

منظور پشتين زياتوي، “دا د روس په دور کي، دغه خلګو روپۍ خوړلي دي د ضياءالحق هغه خبرې نن هم په تاريخ کي پرتې دي چي ۸۰ کروړه ډالر ئې ورکول چي په دې ترهګرجوړ کړه خو ده ورته د ۲۲۰ کروړه ډالرو وويل چي بيا ئې جوړ کړم د هغي وخت نه دا لوبه راروانه ده او دوي د افغانستان نه پنځمه صوبه جوړوله د هغې په لړ کي ئې زموږ ماشومان ټکړې ټکړې کړل او دوي خپلې خبرې کوي”.

پشتين وايي، “د پښتنو علاقې شاته اچوي د دوي وسايل پټ ساتي دا غېر عدالتي وژني دا سياسي مسلې دي په دې احتجاج پکار دی، او د پي ټي اېم مخالفت څوک هم نه کوي يواځي د پوځ د خوشحالولو دپاره ئې کوي دلته په دې هر څه کولو ټول خلک خبر دي”.