کور / راپور / کورونه مو د شهيدانو له انځورونو ډک دي

کورونه مو د شهيدانو له انځورونو ډک دي


نن جلال اباد ښار کي د #PPM سلګونو پلويانو د يوه لاريون پر مهال د جګړې له ښکېلو اړخونو د اوربند غوښتنه وکړه.
لاريونوالو غوښتنه وکړه چي نور بايد ورور وژنه او افغان وژنه پای ته ورسول سي.
د لاريونوالو په وينا، روانو پرديو جګړو دوی ته يوازي او يوازي دردونه او انځورونه په ميراث پرې ايښي دي.
يادو کسانو د افغان حکومت له لوري د خالد او د طالبانو له لوري د فتح عمليات وغندل.
هغوی د جګړې پر ښکېلو اړخونو ږغ وکړ چي بايد د سولي د پروسې داغسي نومونه اعلان کړي.