کور / راپور / پر مخابراتو وزارت بريد ۶ تنه ژوبل کړي دي

پر مخابراتو وزارت بريد ۶ تنه ژوبل کړي دي

په کابل کي د مخابراتو وزارت په ودانۍ کي لا همد سپکو ډزو ږغونه اورېدل کېږي.

نن غرمه ۱۱:۴۲ بجې د کابل ښار په زړه کي د مخابراتو وزارت په دروازه کي چاودنه وسوه، چي ورپسې د سپکو ډزو ږغونه واورېدل سول.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چي لومړی بريدګر د وزارت د ديوال سره پرځان تړلي توکي وچول، ورپسې دريو نورو بريدګرو غوښتل چي د وزارت ودانۍ ته ننوځي، خو يو تن د پوليسو په ډزو وژل سوی او بل تراوسه په ودانۍ کي د پوليسو سره په نښته کي ښکېل دی.

افغان ځواکونه د مخابرات وزارت ودانۍ ته ننوتلي دي

د عامي روغتيا وزارت وايي، چي روغتون ته د پېښي له ځايه ۶ ژوبل کسان ور وړل سوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي، بریدګرو د مخابراتو وزارت ته څېرمه له ‘یوه زیارت څخه ګټه پورته کړې’ او د ننه سوي دي.

وزارت وايي، سیمې ته ځانګړي پولیس د بریدونو د مخنیوي لپاره ورسېدلي دي.

وزارت وياند وايي، چي د مخابراتو وزارت ودانۍ په بشپړه توګه تصفيه سوې ده او ټول کارکونکي خوندي ايستل سوي دي.

طالبانو ويلي، چي بريد دوی نه دی کړی.