کور / راپور / په ميدان وردګ کي اته ملکي وګړي وژل سوي دي

په ميدان وردګ کي اته ملکي وګړي وژل سوي دي

د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکي وايي، چي ددغه ولايت دنرخ ولسوالۍ په (صدمردي) سيمه کي تېره شپه افغان ځواکونو شپني عمليات کړي، چي په ترڅ کي ئې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه ملکي وګړي وژلي دي.

د سيمي اوسېدونکو د اعتراض په توګه د وژل سويو کسانو جنازې د نرخ ولسوالۍ مرکز ته راوړي دي.

اعتراض کونکي له حکومته په غواړي، چي د پېښي څېړنه دي وکړي او د ملکي وګړو مرګژوبلي ته دي جدي پاملرنه وکړي.

بل خوا د ميدان وردګ چارواکي وايي، چي په نرخ ولسوالۍ کي د ملکي وګړو د مرګژوبلي په هکله دقيق مالومات نه لري.

په جنګي عملياتو کي د ملکي وګړو وژنه د افغان دولت پر وړاندي يوه لويه ننګونه ده.