کور / تازه خبرونه / بيت الله مسود: له هند سره اړيكي نه لرم

بيت الله مسود: له هند سره اړيكي نه لرم


د قبايلي طالبانو مشر بيت الله مسود د پاكستان د كورنيو چارو د سلاكار وزير رحمان ملك هغه تور رد كړ چي وايي نوموړى د پاكستان له ستر حريف هند سره پټي اړيكي لري.
د قبايلي طالبانو وياند مولوي عمر له يوه نامعلوم ځاى څخه د ټليفون پر ليكه مطبوعاتو ته وويل: د بيت الله مسود په اړه د سلاكار وزير څرګندوني د خورا افسوس وړ دي، چي هيڅ حقيقت نه لري.
هغه وويل بيت الله مسود له هند سره هيڅ ډول اړيكي نه لري او د دوى تحريك د خداى پر نام مبارزه پيل كړې، چي مقصد يې په افغانستان كي پر امريكا سربېره له هندوستان سره هم جهاد كول دي.
مولوي عمر وايي د طالبانو تحريك په افغانستان كي د پاكستان په ګټه هندوستان ته زيات تاوانونه اړولي دي او له رحمان ملك څخه يې وغوښتل چي ددوى د مشر بيت الله مسود په اړه بل وار داسي بې بنياده خبري ونكړي.