کور / تازه خبرونه / جماعت اسلامي: په باګرام كي بندي پاكستانۍ دي خوشي سي

جماعت اسلامي: په باګرام كي بندي پاكستانۍ دي خوشي سي

د پاكستان د بشري حقونو يوې ادارې پر خپل حكومت ږغ كړى، چي په افغان محبسونو كي د پاكستاني بنديانو غم وخوري.
د انصار برني ټرسټ مشر او د پاكستان د بشري حقونو پخواني وزير انصار برني له پاكستاني حكومت څخه وغوښتل چي ژر تر ژره له افغان حكومت سره د پاكستاني بنديانو په اړه وږغېږي.
انصار برني وايي په افغان محبسونو كي زيات بې ګناه پاكستانيان تر وحشيانه ځورونو لاندي دي، چي د عافيې صديقي په نوم يوه پاكستانۍ ښځه هم په باګرام هوايي ډګر كي له امريكايانو سره له پنځو كالو راهيسي بندي ده.
بلي خوا ته د پاكستان د جماعت اسلامي ګوند مرستيال مشر پروفيسر غفوراحمد هم له پاكستاني حكومت څه په كراچي كي د ډاكټري عافيې د خوشي كېدو په لاره كي د هلو ځلو غوښتنه كړې.
غفوراحمد پاكستاني حكومت ته ګواښ وكړ چي كه د باګرام د هوايي اډې څخه د ډاكټري عافيې په خلاصون كي ژر تر ژره ګام اوچت نكړي دوى به پراخي مظاهرې وكړي.
د يادوني وړ ده چي په پاكستاني بندونو كي هم په سوونو افغانان په بېلابېلو تورونو بنديان دي، چي په اړه يې د افغان حكومت له خوا څو ځلي له پاكستان سره خبري سوي دي، خو دغه دواړه هيوادونه كومي غوڅي پايلي ته نه دي رسېدلي.