د حکومت مخالف نوماندان: د ملي يووالي حکومت دوره پای ته رسېږي او نور مشروعيت نه لري

Aziz Rahman Hazim | اپریل 21st, 2019


د حکومت مخالف اپوزيسون او ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماندانو يوه ټولګه وايي، چي د افغان دولت قانوني دوره دغبرګولي د مياشتي پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږي او نور مشروعيت نه لري.

 د ولسمشريزو ټاکنو نوماندانو په خپله ګډه اعلاميه کي  ويلي دي، چي د ملي یووالي د حکومت د کار دوره د غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه پای ته رسیږي او له نوموړې نېټې وروسته د حکومت کړنې نامشروع او غیر قانوني دي .

په اعلاميه کي ويل سوي، چي له قانون سره سم د ملي یووالي حکومت مشران مکلف ګڼي چي د غبرګولي میاشتې له لومړۍ نیټې څخه وروسته حکومت وسپاري .

په دغه اعلاميه کي دا نه دي ويل سوي، چي ملي يووالی دولت بايد حکومت چاته وسپاري.

دغه خبرپاڼه د هر نوماند لکه احمد ولي مسعود،ابراهیم الکوزی،عبدالحکیم تورسن،رحمت الله نبیل، شهاب حکیمي،عنایت الله حفیظ،غلام فاروق نجرابي،فرامرز تمنا،محمد حنیف اتمر، نور الرحمن لیوال  په ګډه خپره کړې ده.

نوموړو پر داسي مهال د حکومت سپارلو خبره  کړې ده، چي  په دې وروستيوکي د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم په افغانستان کي د موقت حکومت جوړولو وړانديز کړی  وو، چي په نړيوال  ډپلوماټيک ډګر او په کور دننه د اولسي افغانانو د توندو غبرګونونو سره مخ سو.

افغان اولس وايي، چي د موقت حکومت جوړول د مجاهدينو پخواني وختونه بيا تکراروي او دابه د افغانستان کورنۍ جګړې ته لا زور ورکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024