کور / راپور / په سرېلانکا کي چاودنو ۴۲ کسان وژلي دي

په سرېلانکا کي چاودنو ۴۲ کسان وژلي دي

د سرېلانکا په پلازمېنه کولمبو کي پرلپسې شپږ چاودني سوي چي له امله ئې تر دا مهاله ۴۲ کسان وژل سوي اوتر ۲۰۰ زيات ژوبل دي.

چاودني د پلازمېني کولمبو په بېلابېلو مارکېتونو او کليساوو کي سوي دي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخي چاودني په دريو هوټلونو او دريو عيسوي عبادتځايونو کي سوي دي.

په کليساوو کي هغه وخت د چاودنو ږغونه واورېدل سوه، چي خلګ په عبادت بوخت وه.

دسریلنکا پولیس وایي د پلازمینې کولمبو په یوه کلیسا اوګڼو هوټلونو کي چاودني سوي،همداراز دکولمبو په کلیواله سیمه کي هم پر دوو کليساوو بريدونه سوي دي.

تر اوسه ددې پېښو پړه چا پر غاړه نه ده اخستې.