کور / راپور / ارګ: د ملي يووالي حکومت د کاري مودې پوره کولو ته شپږ مياشتي لا پاتي دي

ارګ: د ملي يووالي حکومت د کاري مودې پوره کولو ته شپږ مياشتي لا پاتي دي

افغان دولت وايي، چي د ملي يووالي حکومت بشپړېدو ته لا شپږ مياشتي وخت پاتي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چي لا هم شپږ مياشتي پاته دي چي د ملي وحدت حکومت خپل کاري موده پای ته ورسوي.

ولسمشرۍ ماڼۍ دا څرګندوني د هغه ۱۱ تنو نوماندانو په ځواب کي کړي چي ويلي ئې وو د حکومت کاري دوره پای ته رسېدونکې ده او نور بايد حکومت وسپاري .

د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ۱۱ تنو نوماندانو په ګډه اعلاميه کي ويلي، چي  د ملي وحدت حکومت موده د جوزا تر لومړۍ نېټې پوري ده او له دې وروسته حکومت مشروعيت نه لري .

خو د ولسمشر غني مرستيال وياند رسنيو ته په لېږل سوې خبرپاڼه کي وايي، چي  د ملي یووالي حکومت د پنځه کلني دورې د پوره کېدو لپاره لا شپږ میاشتي پاتي دی.

نوموړي ویلي، افغانستان په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴ میلادي کلونو کي هم له ورته ستونز سره مخ وو، چي د اساسي قانون د تفسير له مخي  دغه موضوع هواره سوې ده.

مرتضوي ټینګار کړی چي په دې اړه د افغانستان د اساسي قانون د تفسیر مرجع روښانه ده.

پر همدې مهال د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چي د ملي یووالي حکومت د اساسي قانون پر بنیاد نه بلکي د یوې سیاسي هوکړې له ‌مخې رامنځته سوی دی.

د دغه کارپوهانو له ډلي جاوید روستاپور وايي، ګوندونه او سیاسي ډلي چي د ملي یووالي حکومت د کاري مودې ختمولو غوښتنه کوي، پر ځای یې بل بدیل نه لري.

ښاغلي روستاپور وايي، چي په اوسنیو شرایطو کي د موقت حکومت رامنځته کېدل د هېواد په ګټه نه دي او د رامنځته کېدو لپاره لازم شرایط نه دي برابر.و