کور / #PTM / مومند قبائل: پوځ او استخبارات مو د شپې کورونو ته لاسي بمونه راغورځوي او هدفي وژني کوي

مومند قبائل: پوځ او استخبارات مو د شپې کورونو ته لاسي بمونه راغورځوي او هدفي وژني کوي

د مومندو قبائلي وګړي په سيمه کي د ناامنيو پرضد لاريون کړی او د پاکستان د پوځي استخباراتي کړيو پرضد شعارونه ورکوي.

لاريونوال چي شمېر ئې په سلګونو تنه دی وايي، چي ددوی په سيمه کي پوځ حاکم دی او هلته د هغوی په شتون کي هره ورځ د تشدد پېښي کېږي، د وسلوالو لخوا د خلګو کورونو ته لاسي بمونه غورځول کېږی، هدفي وژني کېږي او د خفيه ادارو لخوا خلګ لادرکه کېږي.

نن سهار د مومند درې په صافي تحصيل کی د قندهارو سندوخېلو بازار ته په سلګونو قبائلي مشران، سپين ږري او ځوانان راغلي ول او په خپلو سيمو کي ئې د امن راوستلو شعارونه ورکول.

دغه لاريونوال وایي، چي دصافي تحصیل په یو شمیر سیمو کي وسله وال دشپې دخلکو کورونو ته لاسي بمونه غورځوي او دهیچا سر ومال ترې خوندی نه دی پاتي.

هغوی وايي، په کومو کورونو چي دلاسي بمونو بریدونه سوی هغه دامنیتي پوستو سره یوازې په ۲۰۰ ګزه فاصله کي پراته دي خو دحیرانیتا خبره ده چي امنیتي ځواکونه ددغو وسله والو مخه نه نيسي .

د وزیرستان خلک هم پوښتنې کوي چي په سیمه کي امنیتي ځواکونو دهر چا څخه وسله ټوله کړې ده او هیڅوک پرته  له امنیتي ځواکونو وسله نه لري، نو بیا دا څوک دي چي د شپې په تیاره کي هدفي وژنې کوي او امنیتي ځواکونه ترې نه خبریږي؟

پاکستانی پوځ په پښتني سيمو کي په لسګونو زره پښتانه لادرکه کړي چي په زرګونو کسان ئې پکي وژلي هم دي.