کور / کیسه / اتل

اتل

احسان الله آرينزی

لیکوال: صمد بهرنګی

ژباړن:احسان الله ارینزی

نوټ:په ژباړه کی د اذربایجانی نومونو په ځای پښتو نومونه نیول شوی

 

څو كاله مخكې په اّذربايجان كې يو ځوان، غښتلې او زړه ور پهلوان اوسېده چې اتل نومېده.اتل مخكې لـه دې نه چې خورا نوميالي پهلوان شي، نورياس نومېد. د نورياس پلار جمروز د بنګل خان د اّسونو روزنكى او نوكر و. جمروز د اّسونو هرمره تكړه او بېساري روزنكى و چې په يو ځلې كتلو يې اّسونه ښه پېژندل.

بنګل ډېر شتمن او ظالم خان و. ده د نورو خانانو او اميرانو په شان ډېر نوكران اوګڼ شمېر پوځيان درلودل. بنګل خان به ټول هغه كارونه كول چې زړه يې غوښتل. خلك به يې وژل، د خلكو زمكې به يې لاندې كولې، له كسبګرو او بزګرانو څخه به يې باج اخسته او خپلواكي غوښتونكى پهلوانان به يې جېلونو ته اچول او هغوى به يې ځورول.

هېڅوك لـه ده څخه خوشاله نه و. يوازې لوى سوداګر، اعيان او اشراف ورځنې خوشاله وو. دوى به په ګډه په خلكو باندې بېګار كاوه. په ګډه به يې خلك لوټل، د خوښيو او مزو چړچو محفلونه به يې جوړول، ځانونو ته يې خورا ښايسته ماڼۍ جوړولې او هېڅ وخت يې د خلكو ژوندانه ته پام نه كاوه. عامو خلكو او بزګرانو ته به يوازې داسې وخت د دوى پام كېده چې ماليات به يې زياتول.

بنګل خان او نور خانان به بيا په خپل وار مشرخان ته لاس په نامه ولاړ وو. مشرخان د دوى ننګه كوله او له دوى څخه يې باج اخسته. مشر خان دې خانانو ته اجازه وركړې وه چې له خلكو څخه په خپله خوښه باج واخلي. دوى يوازى يوه ژمنه درلوده او هغه دا چې كال په كال به د مشرخان ونډه زياتوي.

مشر خان ډېر زورور او شتمن خان و. په سلګونو او زرګونو خانان، اميران، پوځي مشران، جلادان او پهلوانان دده د دربار په ډوډۍ ماړه وو او له ده څخه بېرېدل او دده احكام يې بې لـه ځنډه او په پټو سترګو سرته رسول.

يوه ورځ بنګل خان خبر شو چې د ده ډېر پخواني او خوږ ملګرى سردارخان دده كورته راځي. بنګل خان په خپلو كسانو ږغ وكړ چې د خوښۍ غونډه جوړه او د سردار خان تود هركلى وكړي.

سردارخان څو روځې د بنګل خان مېمله و. د بيرته تلو په سهار سردارخان، بنګل خان ته وويل: بنګل خانه ما اورېدلې دي چې ښه اّسونه لرې!

سردار خان غاړه هسكه ونيوه او وې ويل: په دې سيمه كې هېڅ څوك زما په شان ښه اّسونه نه لري. كه غواړې يوه جوړه به درنه ځار كړم.

سردار خان وويل: ولې يې نه غواړم.

بنګل خان خپل شپانه ته امر وكړ چې د اّسونو ګله ايساره كړئ چې سردار خان په خپله خوښه ځان ته اّسونه وټاكي.

بوډا شپون ښه پوهېده چې په ګله كې ښه – ښه اّسونه پيدا كېږي؛ خو هېڅ يو لـه هغو دوه بياڼونو سره سيالي نه شي كولاى چې پلرونه يې لـه سمندري اّسونو څخه وو.

جمروز يوه روځ ګله د سيند غاړې ته شړلې او دى اوږد ورته غځيدلې و. ناڅاپه يې پام شو چې دوه اّسونه لـه سمندر څخه راووتل او لـه دوو اّسپو سره جوړه شول. جمروز هغه دوه اّسپې په نښه كړې. اّسپې په خپل وخت لنګې شوې او هرې يوې يو ښايسته بياڼ وزېږاوه. دا بياڼونه په جمروز ډېر ګران وو او ويل به يې چې د نړۍ تر ټولو وتلي اّسونه به ترېنه جوړ شي. په دغه روځ چې بنګل خان خپل مېلمه ته د اّسونو د سوغات تكل كړى و. جمروز دا خبره په زړه كې تېره كړه چې ولې اّسونه څړځاى ته ونه شړم؟ په ګله كې خو دا دوه بياڼه سارى نه لري!

جمروز ګله څړځاى ته وشړله او هغه دوه بياڼه يې د خان د ماڼۍ مخې ته راوستل.

سردار خان د اّسونو د ټاكلو له پاره، په خندا خندا له ماڼۍ څخه راووت.

سردارخان هلته كوم اّس ونه ليد؛ خو ماڼۍ ته مخامخ دوه واړه او ډنګر بياڼونه ولاړ وو، سردارخان وويل: بنګل خانه، سوغاتي اّسونه دې همدا دي، هه؟ زه داسې يابوګان ډېر لرم. ما اوريدلي دي و چې ته نامتو اّسونه لرې. كه نامتو دې همدا وي، نور به دې څنګه وي؟…

بنګل خان د سردارخان په خبرو تك سور شو. سترګې يې رډې- رډې وختې او چغې يې كړې: او سړيه ما خو ويلي و چې اّسونه څړځاى ته مه شړئ؟

جمروز وويل: د خان سر دې سلامت وي، ته ښه پوهيږې چې ما خپل تور ويښتان ستا د اّسونو په روزلو كې سپين كړي او اّسونه ډېر ښه پېژنم. ستا په ګله كې تر دې ښه اسونه نشته.

خان د جمروز په دې سپين سترګي نور هم په غوسه شو او امر يې وكړ:

– جلاده د دې سپين سترګي شپانه سترګې راوباسه!

جمروز ډېرې زاري وكړې او وې ويل چې زه ګرم نه يم؛ خو خان دا خبرې نه اورېدلې او نه منلې. جلاد هم ورټوپ كړ جمروز يې راونيو او دواړه سترګې يې ړندې كړې. جمروز وويل: خانه، اوس دې چې د ژوند له ډېره لويه نعمته بې برخې كړم دا دواړه بياڼونه ماته راكړه.

خان چې لا هم په غوسه و په چيغه وويل: دا مړژواندي يابوګان دې ستا وي؛ خو ډېر ژر لـه دې ځايه ورك شه!

جمروز لـه خپل زوى نورياس او دوه اّسونو سره دښتو او غرو ته مخه كړه. دى د كسات په فكر كې و. د خپل ځان د كسات او د خپلو نورو هېوادوالو د كسات؛ خو اوس يې بايد د كسات تر روځې پورې ډېرې شيبې شمارلې واى. دوى په شپو او روځو مزلونه وكول، تر څو پورې چې په يوه كږليچن غره كې استوګن شول.دا غرنۍسيمه (سره كلا) نومېدله.

جمروز د نورياس په مرسته د بياڼونو په پالنه او روزنه كې هومره هـڅه وكړه، چې ژر له دواړو څخه دوه داسې يرغه او پياوړي اّسونه جوړ شول چې په ټوله نړۍ كې يې سارى نه و. په يوه يې سكاڼ نوم كښيود او پر بل تور. سكاڼ هومره چتګ و چې د دريو مياشتو لاره به يې په دريو روځو كې وهله او دومره غښتلى او جګړه مار و چې د جګړې په ډګر كې له پوره پوځونو سره ډغرې وهلې. سكاڼ دومره وفادار او مهربانه و چې تر نورياس او يا هغه چا پرته چې نورياس به يې كيزه په لاس وركړه، هيڅ چا ته شا نه ټيټوله. كه به سكاڼ لـه نورياس څخه ليرې شو، ششنېده به او ژړل به يې او زړه به يې غوښتل چې نورياس راشي او لـه ساز سره د پهلوانانو شعرونه او سندرې ورته واوروي. سكاڼ د نورياس د ژبې او حركاتو په مانا ډېر ښه پوهېده، تور هم همداسې درواخلئ.

نورياس د خپل پلار په نقشه ښه پوهېده او لـه همدې امله يې هڅه كولـه چې د كسات روځ ډېره رالنډه كړي. ځكه د كسات كوم تخم چې جمروز كرلى و اوس د راوتلو او زرغونيدلو په حال كې و. دى ډاډه و چې نورياس به دده نقشه عملي كړي او له خانانو او مشرخان نه به د خلكو كسات واخلي. نورياس د خپل پلار مړى په سره كلا كې خاورو ته وسپاره. ده په لږه موده كې وكولاى شول چې په سره كلا كې نه سوه نهه نوي سرتيري پهلوانان راغونډ او له خانانو سره مبارزه پيل كړي. په همدي مبارزو او جګړو كې په اتل مشهور شو، يعنى يو زړه ور او جګړه مار پهلوان !

لنډه موده وروسته د سرې كلا نه د ځوريدلو كسات اخستونكو، خپلواكۍ غوښتونكو كسانو يوه اډه جوړه شوه. د سرې كلا پهلوانانو به د خانانو او اميرانو او مشرخان د كاروانونو مالونه لوټول او پر بېوزلو او نيستمنو خلكو به يې ويشل. سره كلا د هغو ميړنيو پخه كلا وه چې په دغه قانون يې ايمان درلود: هغه څوك چې كار كوي د ژوند حق لري او هغه څوك چې د نورو خلكو د كار او زيار په ګټو خيټه اچوي او خپل وخت په مزو او چړچو تېروي، بايد له منځه يووړل شي. كه ډوډۍ شته ټول يې بايد وخوري او كه نشته، ټول دې وږي وي او ټول دې د ډوډۍ د پيدا كولو په لټه كې شي. كه هوساينه او نيمكمرغۍ وي بايد د ټولو له پاره وي او كه نه وي هيڅ څوك يې ځان ته نه شي غوښتلى.

اتل او د ده پهلوانان په هر ځاى كې د خلكو ملګري او د خانانو او د دوى د گوډاګيانو دښمنان وو. ټولو خانانو د سرې كلا د اوسيدونكو له ډاره اّرام خوب نه درلود. خانانو به ډېره هڅه كوله چې كلاوال تيت او پرك كړي او اتل ووژني؛ خو دې هڅو ګټه نه درلوده. د خان پوځونو څو ځلې پرسره كلا يرغل وكړ؛ خو هر ځل به د غرونو په كږ ليچونو كې د غرنيو ځوانانو له خوا د سختو ماتو سره مخامخ شول او په دې توګه به د خان په سپكو يوه نوې سپكه هم زياته شوه.

د سرې كلا ښځې هم لـه خپلو نارينه وو څخه څه كمې نه وې، د مثال په توګه ښايسته ميرمن، زرلښته، چې د يوې زمرۍ په شان زړه وره وه.

زرلښتي څو ځلې د جګړې په جامو كې، له تورې او اّس سره يو ځاى د دښمن د پوځونو مينځ ته وردانګلي او له مړو څخه غونډۍ جوړې كړي وې.

د سكاڼ د تښتولو داستان

د سرې كلا د مبارزينو پاڅون ورو- ورو هومره پياوړي شو چې پر مشر خان يې زمكه سره كړه. مشرخان پوه شو چې نور؛ نو لـه اتل سره ډغرې نه شي وهلاى؛ ځكه يې ټولو خانانو، اميرانو او پوځي مشرانو، پهلوانانو او لويانو ته ليكونه واستول او هغوى يې د سلامشورې له پاره راوبلل.

كله چې دوى غونډې ته راورسيدل او هر چا خپل ځاى ونيوه مشرخان خپله وينا پيل كړه:

درنو حاضرينو ! لكه څنګه چې خبر ياست، لـه څه مودې راهيسې يو شمير غله او ويره اچوونكي په غره كې راټول شوي او د هېواد هوساينه او امنيت يې له ستونزو سره مخامخ كړي دي. د دغه غلو مشر او لارښود د يوه كم اصله سړي زوى دى چې اتل نوميږي او په وژلو، غلا او لوټماريو كې سارې نه لري. د هر ځاى خونيان، غله او لوټمار ورو- ورو د ده له ډلې سره يو ځاى كيږي. داډله روځ په روځ ډيريږي او خطر يې زياتيږي. كه موږ لاس تر زنې كښينو يوه روځ به په رڼو سترګو ورته ګورو چې د سرې كلا غلو زمونږ زمكې او مالونه لاندې كړي وي. هغه وخت به يا تښتو او يا به د دغو لوټمارو او غلو نوكري او مزودري كوو. تاسو په دې هم ښه پوهيږي چې خداى د دغو خاينينو زړونه ډېر بې رحمه پيداكړي دي. .. خانانو، اميرانو او مشرانو تاسو خبروم چې دا بې رحمه غله پر خپلو ميندو او وروڼو هم زړه سوى نه لري.

د هېواد د امنيت لـه پاره دغې لويې ويرې زه اړيستم چې د دغې غونډې د جوړيدلو هدايت صادر كړم. اوس تاسو سوچ وكړئ! څنګه كولاى شو چې د دغه سپين سترګي غله مخه ونيسو؟ اّيا دا دومره درانه خانان، پهلوانان، پوځي مشران او اصيل خلك د يوه كم اصله غله مخه نه شي نيولي؟…

مشرخان خپله وينا پاى ته ورسوله او پر تخت يې ډډه ولګولـه. د غونډې برخه والو لاسونه وپړقول او نارې يې كړې : ژوندى دې وي مشرخان، دا د هېواد او اولس د امنيت ساتونكى! … مړه دې وي د سرې كلا لوټمار غله!….

د غونډې د غړو چيغو او شور زوږ ديوالونه لړزول. مشرخان د لاسونو او سر په خوځولو سره د خانانو او مشرانو لـه احساساتو څخه مننه كوله. وروسته چې شور زوږ لږ غلى شو او خبرې پيل شوې يوه وويل: كه چيرې ډېرې پيسې وركړو، اتل به هرومرو غلا پريږدي.

بل وويل: د سرې كلا شا اوخوا زمكې به ټولې اتل ته پريږدو. دې پوه شه او د واكمنۍ سيمه يې چې څنګه يې زړه غواړي هغسې دې لـه خلكو نه جزيې او قلنګونه اخلي؛ خو له موږ سره دې كار نه لري.

بل وويل: يو څوك به اتل ته واستوو چې څه غواړي؟ هر څومره زمكې او پيسې چې غواړي، وربه يې كړو، روغه به وكړو او يو لاس به شو.

سردارخان هم په دې غونډه كې ناست و. سردار د (زرباغ) ولسوال و. دى هغه څوك و چې بنګل خان د ده له پاره جمروز ړوند كړى و. سردارخان د مشرخان د ښي لاس وزير و. د خان په ميلمستياوو كې به تل پاس ناست و او چې كله به مشرخان لږ ستومانه يا ناروغه شو، دى به يې سر ته كيناست او ځان به يې په رښتيا يا درواغو ويرجن ښود او شونډې به يې ځړولې. دى د پوځونو په استولو او د جګړې په اصولو ښه پوهېده. ټول پوځيان له ده څخه ډارېدل او د پسونو غوندې به په ده پسې روان وو.

سردارخان هم په دې غونډه كې ناست و؛ خو تر اوسه يې څه نه و ويلي. مشرخان د ټولو د خبرو له اوريدلو څخه وروسته وويل: دا خبرې د سرې كلا د ستونزو مخه نه شي نيولي. اوس غوږ ونيسي چې سردارخان څه وايي.

خانانو او اميرانو په زړه كې سردار ته كنځلې كولې. ځكه خانان او اميران تل د يو بل پر مقام او دريځ باندې رخه كوي. هغوى هم هيله درلوده چې له مشرخان سره نژدې وي او د هغه په سيوري كې له خلكو نه په بشپړه خپلواكۍ او پوه قدرت جزيه واخلي او په پوره شايست او مزو چړچو كې ژوند وكړي.

سردار پاڅېده، د درناوي په توګه پر ملا كړوپ شو او وې ويل: د خان سر دې سلامت وي. زه څه سپي يم چې د خداى د سيوري په وړاندې خوله وخوځوم او څه ووايم؛ خو اوس چې مشرخان امر كړى چې زه خبرې وكړم، په ډېر وياړ يې منم؛ ځكه له پخوا څخه يې ويلي دي چې: \” د خان امر د خداى فرمان دى.\”

سردارخان بيا درناوي وكړ او وې ويل: د مشرخان سر دې سلامت وي. زه اتل ښه پيژنم. هغه له غرغرې پرته په بل شي نه غلى كيږي. د سپين سترګي پلار سترګې يې زما په امر ويستل شوې. اوس مې زړه غواړي چې اتل تر ستونې ونيسم او وې وژنم. تر څو پورې چې دا لوى غل ژوندي وي د خوند اوبه به زمونږ تر ستونې تيرې نه شي. بايد په سره كلا يرغل وكړو. بايد داسې يو سمبال لښكر برابر كړو چې دوړې يې د لمر وړانګه تته كړي، سر يې په ختيځ او پاى يې په لويديځ كې وي؛ خو له دې سره – سره بيا هم ستاسو امر، امر دى. مونږه ستا سپي ياستو او تر غپلو پرته څه نه شو ويلاى.

سردار خان بيا درناوي وكړ، د مشرخان د پښو زمكه يې ښكل كړه او كښيناست.

د غونډې حاضران ټول غلي وو. ټولو خپلې سترګې د مشرخان خواته نيولې وې. مشر خان لږ ځنډ وروسته وويل: اّفرين، شاباس. سردار خانه ! ستا پر پوهه او هوښياري دې اّفرين وي. ته په رښتيا چې ډېر هوښيار سپى يې.

سردارخان د لوى خان د ستاينو په وړاندې له ډيرې خوښۍ نه د مننې لكۍ وخوځوله او په وياړ يې وخندل. مشر خان بيا وويل: پر سره كلا به يرغل كوو. دا يرغل بايد هومره لوى وي چې د سرې كلا ډبرې له ويرې ولړزيږي.سردارخانه! له دې وروسته ته واك لري چې څنګه دې زړه غواړي هغسې سرتيري راتول كړه او د يرغل له پاره چمتو شه. ته د ټولو پوځونو مشر يې. د يرغل له پاره تياري ونيسه او د غرنيو سيمو د غلو ټغر ټول كړه. كه اتل نسكور شو، د لومړى وزير په توګه دې وټاكم.

مشرخان بيا د غونډې حاضرينو ته وكتل او وې ويل: حاضرينو! ټول دې خبر وي چې سردارخان له دې وروسته زموږ د پوځونو مشر دى او په خپلو چارو كې بشپړ واك لري. كه چا ېي له فرمانه غاړه وغړوله، د دار كړۍ يې انتظار باسي.

د غونډې حاضرينو څه و نه شواى ويلاى او غلي كيناستل؛ خو زړونه يې له كينې او رخې څخه ډك شوي وو.

*** *** **** **** **** **** ****

سردارخان له غونډې څخه وروسته، بې له ځنډه زرباغ ته ولاړ او د سرتيرو په ټولوو بوخت شو او په دې ترڅ كې يې له پهلوانانو او پوځي مشرانو سره جرګې كولې چې په سره كلا د يرغل پلان جوړ كړي. په دغسې يوه غونډه كې لال چې يو جنګليالي پهلوان و، سردارخان ته وويل: د خان سر دې سلامت وي، موږ د مشرخان او ستاسو د پښو خاورې ياستو او په دې ښه پوهيږو چې ستاسو فرمان د خداى فرمان دى او هيڅوك له دغه فرمان څخه د سرغړولو حق نه لري؛ خو دا خبره هم د يادولو وړ ده تر كله پورې چې اتل د سكاڼ پر شا سپور وي، كه د ټولې نړۍ خلك سره يو ځاى شي بيا يې هم د سر يوه ويښته نه شي كمولى. كه غواړې چې اتل له مينځه لاړ شي؛ نو اّس يې ترينه وتښتوئ او كه نه نورې هڅې او جګړه څه ګټه نه لري.

د لال خبرې په سردارخان خورا ښې ولګيدې او وې ويل: لاله ، څوك چې په درد پوهيږي په علاج هم پوهيږي. څه فكر كوې؟ سكاڼ به څنګه وتښتوو؟

لال وويل: د سردار سر دې سلامت وي. سكاڼ خو په پيسو نه شو اخستلاى. سرې كلا ته د تګ له پاره يو سرتيري په كار دى، يا به سر بايلي او يا به سكاڼ راولي.

سردارخان د جرګې برخه والو ته وكتل. د ټولو سرونه زمكې ته ځوړند او غلي ناست وو. ناڅاپه يو نيم بربنډ، خيرن او پك ځوان پاڅېد. ټولو پك حمزه وپيژاند. پك حمزه نه پلار درلود، نه مور، نه كور او نه ژوند. هېڅوك په دې نه پوهيدل چې دى چيرې اوسي او څه خوري؟ چا غونډو او جومات ته نه پرېښود؛ ځكه چې د خلكو بوټان يې پټول. سپې ځاى درلود، پك نه؛ خو اوس دې جرګې ته څنګه راغلى و؟ يوازې دى ښه پوهيده او بس؛ ځكه له پخوا څخه يې ويلي دي چې پكان په چلونو ښه پوهيږي.

لنډه دا چې پك حمزه د غونډې مينځ ته راغى او وې ويل: سردارخانه! دا كار زما دى. دا د پهلوانۍ او زور كار نه دى. بايد له چله كار واخستل شي. زه له پلاره اونيكه نه چلباز يم او په دې كار ښه پوهيږم. كه مې سكاڼ راوست؛ خو ښه … او كه اتل ونيوم بلا مې نشته. د هېواد له زرګونو پكانو څخه به يو كم شي.

سردار خان وويل: حمزه، كه دې سكاڼ راوست په دنيا به دې موړ كړم.

حمزه وويل: سردارخانه، د دنيا مال او شته، يوازې په درد نه خوري. سردار خان وويل: د خانۍ مقام به دركړم، حمزه خان به شي.

حمزه وويل: نه، سردارخانه، دا هم بس نه دي.

سردارخان وويل: تا به د خپل زوى په څېر ومنم.

حمزه وويل: نه، دا ټول خلك دې در ځار وي. زه يو نه غواړم او ته هم درې واړه يو ځاى نه راكوې. نو راشه يو بل شي به وغواړم چې ما ته تر دې دريو واړو ګران وي او تا ته ارزانه.

سردار خان وويل: څه غواړې؟

حمزه وويل: سرداره، لور دې غواړم.

سردار خان په دې خبره ډېر په غوسه شو. رنګ يې تك تور شو. له قهره يې زمكه په سوك ووهله او ناره يې كړه: دا پاګل له دې ځايه وباسئ، پك څوك دى چې زه لور وركړم…

كه دا وخت لال د پك حمزه د خلاصون هڅه نه واى كړې، جلادانو به همغه شيبه حمزه ټوټې ټوټې كړى واى. لال د خونړيو جلادانو مخه ونيوه اوسردار خان ته يې وويل: زما سر دې تر تاسو ځار وي. ښكاري چې تاسو د مشرخان فرمان هير كړى دى. مشرخان ويلي دي چې د اتل ټغر ټول كړئ!.

سردارخان غلي شو او زړه نا زړه يې ځان ډاډه كړ چې پك حمزه بايد خوشاله وساتي. لـه همدې امله يې حمزه ته وويل: او پاګله، تا په دې نجلۍ كې څه ليدلي چې تر هر څه يې ښه بولې؟

حمزه وويل: سردار خانه ! ته دا ومنه چې پكان په خپل كار ښه پوهيږي. زه هم په دې ښه پوهيږم چې ته هغه درې شيان ټول نه راكوې؛ خو كه زه ستا لور وكړم او ستا زوم شم، خاني، مال او شته په خپله راځي.

د غونډې ټولو برخه والو د حمزه پر هوښيارۍ او ځيركۍ شاباس ووايه. سردارخان په ژور فكر كې ډوب شو، زړه يې نه غوښتل چې خپله لور پك حمزه ته وركړي؛ خو له بلې خوا د سكاڼ خبره هم مهمه وه. سردار فكر كاوه كه سكاڼ تر لاسه شو، اتل نسكور دى او د لومړى وزارت څوكۍ زما؛ ځكه يې وويل: حمزه، خبره دې منم.

حمزه وويل: نه سرداره داسې نه كيږي، مهرباني وكړه او يو دوه كرښې وليكه، لاسليك يې كړه، خپل مهر پرې ولګوه او ما ته يې راكړه. بيا يوه نيټه وټاكه، كه مې په دې موده كې سكاڼ راوست، لور به راكړې او كه نه سر مې پرې كړه.

سردارخان زړه نازړه ليك وليكه ،مهر يې كړ اوحمزه ته يې وسپاره او د سكاڼ د راوستلو نيټه يې وټاكله. پك حمزه ليك په جيب كې كېښود، د جيب خولـه يې په ستن كلكه وګنډلـه او په پاي كې يې وويل : سردارخانه! اوس نو اجازه راكړه چې ولاړ شم .

دلته به سردارخان او نور پوځي مشران په ځاي پريږدو چې د سرتېرو د غونډولو او د سرې كلا د يرغل هـڅه وكړي او پك حمزه به راونيسو چې څه كوي.

پك د سفر جامې واغوستې، څو ډوډۍ يې ترملا وتړلې او يوه امسا يې واخيسته. شپه ورځ يې مزل كاوه .پړاو په پړاو به يې لاره لنډوله ،د ډبرو او بوټو په سيوري كې به يې لنډه دمه كولـه. له ډيرو غرونو او غونډيو څخه اوښته چې يوه ورځ مازيګرى د سرې كلا د غره لمنې ته ورسيد.

اتل د يوې لوړې او پلنې ډبرې د پاسه ولاړ و او د كاروانونو د تلو_ راتلو لارې يې څارلې .ناڅاپه يې پام شو چې يو څوك د سرې كلاپه لور روان دى او په خاپوړو پر غره راخيژي. اتل تر هغه غلى پاتې شو چې دا سړى لويې ډبرې ته نژدې شو. اتل پرې ټوپ كړ: مه خوځيږه! څوك يې؟ له كومه ځايه راغلى يې او چيرې ځې؟ حمزه سر پورته كړ. يوځوان يې وليد، چې چا يې مخ ته نه شوكتلاى . سترګې يې لـه كينې څخه ډكې وې اوبريتونه يې د ګډ(قوچ ) د ښكرو په شان د خولې دواړو خواوو غزيدلي وو. داسې يوه توره يې تر ملا وه چې تا به ويل چې دا به هيڅكله د خانانو او د خلكو د دښمنانو د وينو په تويولو مړه نه شي. وګوره! چې څنګه د چښتون (غلاف) په منځ كې ايساره ده. ښكاريده چې د دې تورې پولاد يې له كينې سره اغږلي و او دا خبرې يې كولې: اّه!… اى كينې! ته هم د مينې په شان سپيڅلې يې! مونږ له خلكوسره خپله مينه نه شو څرګندولاي، ترڅو پورې چې د خلكو له دښمنانو څخه كركه و نه كړو.

اى د اتل تورې! ته د ظالمانود وينو په تويولو، له مظلومانو سره خپله مينه كوې. پك حمزه په همغه لومړيو شيبو كې پوه شو چې اتل همدغه سړى دى؛ خو سمدلاسه يې پل پټ كړ او وې ويل: اتل لټوم. اتل پوښتنه ترې وكړه: اتل څه كوې؟ حمزه وويل: بلا دې واخلم! زه شپون يم. خپل ژوند مې د خانانو او سردارانو په نوكرۍ كې لـه لاسه وركړى دى. له خيرنو ډنډونو څخه مې دومره ناولې اوبه څښلي چې اوس مې خېټه په خټو ډكه ده . دريغى، چې زما مور زما پرځاى يو تور سپى زيږولى واي او زه يې له دومره بدمرغيو سره نه واى مخامخ كړى. سر مې پك دى او ډېره موده په يوه ځاى كې نه شم پاتې كېدى ، چې خلك مې په پكوالي خبر شي چې هـرڅومره خواري مې كړې وي، هـيڅ شي اوسملاسي مې وشړي .له ژونده مې زړه تور دى او د پكوالي په سر، دا ارته نړۍ راته وړه ښكاري، دريغى، چې پك نه واي. نه پوهيږم، چې كومې خاورې په سر باد كړم .

اوس راغلى يم چې اتل ووينم او د پښو تر خاورو يې ځار شم. اوريدلي مې دي چې اتل ډيرځوانمرده اوميړنى دى اويوه مړۍ ډوډۍ لـه هيچا نه سپموي . زه راغلي يم چې يا يې د دسترخوان پاتې شوني وخورم او د ژوند دا څو وروستۍ شپې او ورځې د ده په جونګړه كې تيرې كړم او يا مې سر پرې كړي چې د تل له پاره وزګاره شم. دا بې ارزښته سر دې د اتل د پښو خاورې شي .

پك حمزه خپلې خبرې بس كړې او په هاى – هاى يې وژړل. اوښكې يې تويولې او دومره يې وژړل چې د اتل زړه پرې وسو او وې ويل : پاڅه ! پورته شه چې ځو! اتل زه په خپله يم .حمزه چې دا خبره واوريده د اتل پښو ته ولويد او وې ويل : صدقه دې شم ،جار دې شم. اتله! .په ما زړه وسوزوه او له خپله دره مې مه شړه !

اتل ټيټ شو او حمزه يې پورته كړ. پورته شه! ته يو ميړه يې ! ميړه ديوې مړۍ ډوډۍ له پاره د چا پښو ته نه لويږي. پك حمزه پورته شو.اتل ورته وويل : ښه ته څه كاركولاى شې؟ حمزه وويل : زه دې ځارشم پهلوانه ! زه په دې ښه پوهيږم چې ته ما ته په دې پك سر د پخلي يا ميلمه پالنې چارې نه سپاري، د يوه اّس روزنه راكړه دا مې بس ده. زه لـه پلار او نيكه څخه په دې كار ښه پوهيږم. اتل حمزه لـه لاسه ونيوه او خپلو ملګرو ته يې وپېژاند. ملګرو يې وويل: اتله! دا دې لـه كومه كړ؟ چې هرڅه غواړي هغه به وركړو؛ خو په سره كلا كې دې نه پاتېږي. اتل وويل: ډير ويرجن ياست. اّخر مونږ د همدې خلكو، د همدې بيوزلو لـه پاره جنګيږو. مونږ ولې په سره كلا كې راټول شوي يو؟ د دې پوښتنې ځواب راكړئ؟

له ملګرو څخه سيدال وويل :اتله! په رښتيا چې ته يو رښتينى انسان يې. ستا په زړه كې د ډيرې كينې ترڅنګ ډيره مينه هم ځاي لري. كه چيرته څوك د ترحم وړ ووينې، له خپله ژونده ورته تيرېږې او كه لـه دښمن سره مخامخ شې بيا هم لـه هر څه نه ورته تيريږې. بس نه غواړې چې له دښمن سره كينه وپالې او وينې تويې كړې. د سرې كلا ښځې لـه هرې څنډې څخه راټولې شوى او د دوى خبرو ته يې غوږ نيولى و، زرلښتې يا د اتل ميرمنې د ښځو او نارينه و په منځ كې ځانته لار ويسته او سيدال ته يې وويل: سيداله! ته ښه وايې ما ته داسې ښكاري چې د اتل اوسنى زړه سوى بې ځايه دى. كيداي شي چې د اسړى به د سردار خان جاسوس او خبرلوڅ وي. هيچا څه و نه ويل. اتل وليدل چې ټول ملګري د زرلښتې د خبرې پلويان دي، ځكه يې وويل: كه دا پك ټول د اور لمبه شي بيا هم د يو بوټي اغزيو د سيزلو وس نه لري. ښه به دا وي چې په سره كلا كې يې پريږدو، يوه مړۍ ډوډۍ به خوري او د عمر دا وروستنۍ شپې به لږ په اّرامه تيرې كړي.

پك حمزه په سگره كلا كې پاتې شو. خيټه يې ښه مړه وه اوهغه كارونه يې كول چې ملګرو به ورته ويل. كارونه يې چټك او ډيرښه سرته رسول، له همدې امله ژر په ټولو ګران شو. په سره كلا كې درناوى د جامو او شتمنيو له مخې نه و، هلته هيچا ځانګړې شتمني نه درلوده، هر څه چې وو، د ټولو وو، ټول په كار لګيا وو، ټول جنګيدل او ټولو خوړل او څښل او كله ناكله به يې د ساز، سندرو او نڅاوو غونډې جوړولې. اتل چې د حمزه چټكتيا وليده، د يوه ډنګر يابو ساتنه يې وروسپارله. دغه يابو د ډير كارله امله دوه هډوكي پاتې و او بس!

پك حمزه د يابو څارنه پيل كړه. هر سهار او مازيګر به يې پاله. حمزه د يابو د چاغښت او روغتيا له پاره دومره تلوسه درلوده چې كله ناكله به يې د نورو څارويو شنه واښه او وربشې ورته راپټول. لنډه دا چې د يابو ښه څارنه كيده او ښه خواړه ورسيدل لـه همدې امله په څو ورځو كې چاغ او بيا د كار له پاره چمتو شو. يوه ورځ اتل د اّسونو د كتلو له پاره غوجل ته ورغلى و چې يابو يې وليد، لومړى يې ونه پيژاند؛ خو چې پوه شو دا همغه ډنګر يابو دى اريان (حيران) شو او وې ويل: حمزه! زه په دې نه پوهيدم چې ته د اّسونو دومره ټكړه روزونكى يې.

حمزه وويل: اتله! حمزه دې لـه تا ځار شي. له هغې ورځې څخه چې زه په ښو او بدو پوهيدلى يم، د اّسونو په روزلو بوخت يم. زه لـه پلار او نيكه څخه د اّسونو روزونكى يم. اتل وويل: سږكال (تور) لږ ډنګر شوى دى. زه هيڅ نه پوهيږم چې ولې ؟ دا به ښه وي چې تا ته يې وسپارم. داسې څارنه يې وكړه چې په لنډه موده كې لـه سكاڼ سره برابرشي.

پك د دې خبرې په اوريدلو ډير خوشحاله شو او په زړه كې يې تېره شوه : نن يې تور راوسپاره، كه خداى كول سبا بل سبا به د سكاڼ وار وي. په سره كلا كې د اتل ملګري، ښځې او نارينه ټول له دغه كار سره موافق نه و؛خو حمزه ځان دومره اتل ته نژدې كړى و چگې د اتل زړه ته هيڅ شك هم نه لويده. سكاڼ او تور دواړه په يوه غوجل كې ساتل كيدل، د دواړو اّسونو د پښو ځنځيرونو جلا_جلا كلۍ ګانې درلودې. سربيره پر دې د اّسونو د غاړې ځنځيرونه د غوجلې لـه ديواله سره بند و. هيڅ پهلوان غوجل ته د ورتګ وس نه درلود. كه چگيرې څوك ورغلې واى، هم يې اسونه نه شوه خلاصولى، ځكه چې د دواړو كلۍ ګانې له اتل سره وې.

اتل، حمزه غوجل ته بوته او تور يې وروسپاره. حمزه د اّس د ساتنې د پاره مټې راونغښتلې او خورا ښه يې وساته. لنډه موده وروسته تور په غوښه ښه شو او په چاغيدو يي پيل وكړ؛ خو پك حمزه بيرته واښه او وربشې پرې كم كړل. اّس بيرته ډنګر شو. اتل حمزه وپوښته چې حمزه! تور ولې ورځ په ورځ ډنګريږي؟ لكه چې ښه يي نه ساتې؟

پك حمزه وويل چې څه مې لـه وسه كيږي، زه يې نه سپموم. زه فكر كوم، چې تور چكر او اّزادې هوا ته اړه لري.

اتله! دا بيوزلى حيوان دې شپه او ورځ په غوجل كې تړلى، په پښو كې يې درانه ځنځيرونه پراته دي، ښايي په همدې توسن به ډنګر او ناروغ وي. اتل د تور د ځنځيرونو كلي ګانې حمزه ته وركړې، چې كله ناكله يې بهر ته وباسي او چكر وركړي. ملګرو بيا د اتل دا كار وغانده او وې ويل: ګوره سړيه! په هـر چا باور ښه كار نه دى، كه چيرې پك حمزه تور وتښتوي څه به كوو؟ اتل بيا د سرې كلا ښځې او نارينه غلي كړل او وې ويل: مه ډاريږئ، هيڅ خبره نه ده. پك حمزه بيا د تور روغتيا ته ملا وتړلـه او په ډيره لنډه موده كې يې ښه چاغ او تيار كړ. شپې او ورځې تيريدې او حمزه په دې ډاريده چې سكاڼ به تر ټاكلې مودې پورې سردارخان ته و نه رسوي، ځكه ټاكلې نيټه ورځ په ورځ رانژدې كيده. حمزه څو ورځې نورې هم په فكر، خيال او شك كې تيرې كړې. په پاي كې حمزه يوه شپه لـه ځانه سره پريكړه وكړه چې كه دوه كاله نور هم دلې پاتې شم، اتل به د سكاڼ د ځنځيرونوكلي ګانې رانه كړي. سربيره پر دې په سره كلا كې داسې څوك نشته، چې سكاڼ او تور دواړه وپېژني. ښه به دا وي چې همدا نن شپه تور وتښتوم او سردارخان ته ووايم چې دغه دى سكاڼ! ترهغې وروسته به د سردارخان لور وكړم او څو ورځې به خورا خوشحاله تيرې كړم او د دنيا غمونه به هيركړم. ترڅو به د هر چا د دسترخوان پاتې شوني خورم او له هره ځايه به شړل كيږم؟ چې د سردار لور مې وكړه، هيڅوك به كاږه راته ونه ګوري. زه به حمزه خان شم د سردار زوم! ښكاره خبره ده چې د سردار زوم هرڅه كولاي شي. هغه وخت به لـه خپل تير عمرڅخه، چې ډيرې شپې مې وږې په كې تيرې كړي دي او په ډيرانونو كې ويده شوى يم، ښه كسات واخلم. ځانته به څو ځايه ښكلې ماڼۍ جوړې كړم، بې شميره وينځي اومرييونه به لرم، په مليونونو روپۍ به خرڅې كړم، چرګان او پسونه به كبابوم، زړې جامې به نه اغوندم، د ښكارځانګړى ځاى به لرم، نوكران، د دروازې ساتونكي ….. څه او څه! … اّه! پروردګاره…لـه ډيرې خوښۍ نه مې زړه چووي!…

پك حمزه په همدې خيالونو كې د تګ لـه پاره چمتو شو. په تور يې زين كيښود، سپور شو او د باد په شان لـه سرې كلا نه والوت.

سهار مهال يو نوكر چې جلات نوميده د اّسونو د غوجل كتنې ته ورغى؛ خو نه تور و او نه پك حمزه. پوه شو چې كار له كاره تېرشوى دى. په ډيره غوسه او چيغو يې اتل لـه خوبه راويښ كړ او وې ويل: پاڅه! د خوب وخت تېر دى، پك حمزه تور تښتولى دى .. له ټولې سرې كلا څخه شور او زوږ پورته شو. ښځو او نارينه و ټولو په اتل باندې اعتراضونه پيل كړل: تا ته مو نه وو ويلي چې په هر چا اعتبار مه كوه! د پهلوان اّس تښتول يا د هغه د ښځې بيول دواړه يو شى دى! دواړه د ده ناموس ګڼل كيږي. تر ننه پورې زموږ له ډاره مرغان په سره كلا نه شول الوتلى. د اتل، سرې كلا او ملګرو نامه به لوي خان، نور خانان او سرداران د پاڼې په شان لړزول؛ خو اوس راشه او وګوره چې يو پك راځي او له سرې كلا نه اّس تښتوي! نن سبا ټول خبريږي او ژر به دښمنان لـه هرې خوا پر موږ يرغل راوړي.

اتله! تا په لوى لاس هغه كار وكړ چې ټول عالم نه شو كولى. اوس به تور څنګه پيدا كوې؟

اتل وويل: كه تور نشته سكاڼ خو شته، پرې ولاړ به شم او تور به پيدا كړم. مه مې ځوروئ. زرلښته راوړاندې شوه او وې ويل: ته د ځورولو وړ يې! تا د سرې كلا قانون مات كړ. تا به موږ ته ويل چې د بې ځايه زړه سوي او محبت احساس ته تسليم نه شو. تا په خپل بې ځايه زړه سوي او شفقت، سرې كلا ته د خاينينو او جاسوسانو پښه خلاصه كړه. ته څه پوهيږې چې هغه جاسوس لـه كومه ځايه راغلى و او تور به يې چيرته بيولى وي چې اوس ورپسې ځې او بيرته يې راولې؟ تور تللى او اوس به د دښمنانو يرغل ته شيبې شمارو…. د سرې كلا پولادي ديوال درز پيداكړى دى. دا كار به زمونږ دښمنان ډير خوشحاله او زړه وركاندي …

اتل ته ډيره غوسه ورغله؛خو دى ښه پوهيده چې ګرم (ملامت) دى؛ ځكه يې خولـه پټه ونيوه او د ډيرې پريشانۍ او غوسې لـه زوره يې خپل بريتونه وژوول او تور واوښت . ناڅاپه لـه ځايه پاڅيد او پر ايمل يې ناره وكړه: ايمله! څښاك راكړه!

ايمل پهلوان ته څښاك راوړل. اتل، اووه كاسې په سر راواړول بيا يې جلات ته وكتل او وې ويل: اّس زين كړه! سكاڼ يي زين كړ. تا به ويل چې اتل ژبه نه لري او ګونګ شوى دى، خوله يې ګنډل شوې ده، مخ يې دومره سور اوښتى و چې د اور بڅركي ترې خوريدل. سكاڼ، چې اتل پر ځان سپور وليد، د ده د قهر او غوسې په اندازه پوه شو. پونده يې پر ځمكه ووهله او د سترګو په رپ كې له سترګو نه پناه شو. دا مهال اتل داسې يوه چيغه وكړه چې كه د جګړې په ډګر كې يې تر خولې ايستلې واي، د دښمن د پوځونو زړونه به چوولې واى او وسلې به يې لـه لاسه لويدلې واي. سكاڼ د اتل د چيغې په ځواب كې په دوو پښوجګ شو، ورميږ يې هسك كړ او داسې وششنېد چې ډبرې يې لـه غره نه راورغړولې. د دغو ډبرو د رالويدلو غږونه د سرې كلا د غرونو په سلګونو برخو كې غبرګ شول. تا به ويل چې په سلګونو اّسونه ششنيږي … په دغو غږونو او دوړو كې اّس او اتل د بريښنا په شان والوتل او د غره لـه هسكو برخو څخه اوارې ته ټيټ شول. څو شيبې وروسته د سرې كلا ملګرو د څار له خونې څخه، په دښته كې يو داسې سپين ټكى وليد چې د وړانګې په شان ليرې كيده او يوه سپينه كرښه ترې پاتې كيده.

پك حمزه لـه ويرې هـيڅ ځاي تم نه شو. د اّس كيزه يې كش نيولې او پرمخ روان و. كله ناكله به يې شا ته هم كتل. لويو ژرندو ته نژدې شوى و چې بيا يې شا ته وكتل. هلته ليرې، ډير ليرې يوه زوروره دوړه هوا ته پورته كيده .ښه ورته ځېرشو، اتل يې وپيژاند چې په سكاڼ سپور دى، هيڅ لوړو ژورو ته نه ګوري او د باد په شان الوزي. د سكاڼ منډه دومره چټكه وه چې كه پر ځمكه لويدلى واي زر ټوټې به شوى واي.

د پك حمزه ژبه وچه او په زړه كې تېره شوه چې د وخته مړ شوى او په قبر كې پروت دى. حمزه دا وخت هيڅ نه شواي كولاي، ژر يې ځان د ژرندې خولې ته ورساوه. له اّسه پلى شو او هغه يې په يوې ستنې پورې وتاړه،بيا يې پر ژرنده ګړي باندې چيغه كړه: او ژرنده ګړيه! اّهايي ..او بدمرغه دلته راشه! چې اجل دې راغلى….ژرنده ګړى په منډه راووت لـه ويرې پر پښو نه شو دريدلاي او په ډير ډار يې پوښتنه وكړه: څه شى دى وروره؟ له ما سپين ږيري څخه څه غواړې ؟

پك حمزه وويل: زه هيڅ شى نه غواړم. هاخوا وګوره اتل راروان دى. له سرې كلا نه راغلى دى. اّسونه يې ناروغه دي دارو درملو څه ګټه نه ده كړې، حكيمانو او طبيبانو ويلي چې د ژرنده ګړي ماغزه، دې ناروغۍ ته ښه دي. اوس نو اتل د ژرنده ګري په ماغزو پسې ګرزي چې اّسونه يې پرې ښه شي؛ ځكه اتل بې اّسه لـه خانانو او سردارانو سره ډغرې نه شي وهلى. زه سردارخان راليږلى يم چې تاسو خبركړم چې خپل ځانونه وساتئ. تا نه دي اوريدلي چې سردارخان غواړي پر سره كلا يرغل وكړي؟ د ژرنده ګړي خولـه وچه وه، اّخر يې وويل: ولې، اوريدلي مو دي؛ خو زه اوس څه خاورې په سر باد كړم؟ اووه _اته بچيان لرم ، چيرې به وتښتم؟

پك حمزه وويل: ژر شه جامې دې وباسه او زما واغونده او د ژرندې تر ناوې لاندې پټ شه. زه به د اتل چاره وكړم او كه يې چاره و نه شوه، پريږده چې ما ووژني. ته ښځه او بچيان لرې، خداى دې نه كړي چې هغه بيوزلي يتيمان شي او بې پلاره پاتې شي. زه هيڅ څوك نه لرم، كار مې هم نشته او سربيره پردې لـه ژونده هم بيخي موړ يم. ژرنده ګړي خپلې جامې ويستې او د پك حمزه جامې يې واغوستې او د ژرندې تر ناوې لاندې پټ شو. حمزه د ژرنده ګړي جامې واغوستې، د ژرندې په اوړو يې ځان ښه سپېره كړ او پر خپل مخ او ويښتانو يې ډير اوړه وشيندل. ناڅاپه اتل د اجل په شانې راورسيد او چيغه يې كړه: او…هو…ژرنده ګړيه راووزه! پك حمزه، د ژرنده ګړي په جاموكې راووت او وې ويل : ماته وايې؟ زه خدمت ته چمتو يم. اتل پوښتنه وكړه: څه شو هغه سپور چې لږ مخكې دلته راغى؟ حمزه د ژرنده ګړي په جامو كې ځواب وركړ:گ تر ناوه لاندې پټ دى، نه پوهيږم څه يې كړي ؛ خو چې ته يې وليدې، رنګ يې سپين شو او منډې يې كړې تر ناوه لاندې پټ شو.ما ته يې وويل چې چا ته څه و نه وايم. اتل لـه اّسه راوغورزيد او وې ويل: ته د دې اّس كيزه ونيسه، زه د ده په كار پوهيږم، لـه ما نه پټيږې؟ د سكاڼ كيزه يې حمزه ته وركړه او ژرندې ته روان شو. ځان يې ټيټ كړ او وې ويل:راووزه … راووزه حمزه … راووزه !

ژرنده ګړي ځان نور هم پټ كړ او وې ويل : ولې ووزم؟ زه هغه ماغزه چې ستا اّسونه پرې رغيږي نه لرم، چې دلته مړشم ښه يم؛ خو هلته نه درځم.

اتل وويل: لوده دا خبرې پريږده ! كوم اّسونه ؟ كوم ماغزه؟ وايم راووزه، اعصاب مې مه خرابوه! ژرنده ګړي نور هم ځان ګوښې ته كړ. اتل هم ورغې ځان يې ښه ورنژدې كړ، لـه پښې يې ونيوه د ځان خوا ته يې كش كړ، هـ….هـ… ته خو حمزه نه يې …بل څوك يې! په زړه يې څړيكه شوه او پوه شو چې حمزه بيا غولولى دى! ژر راووت او خپل اّس ته يې منډه كړه.

هوري يې څه وليدل؟ حمزه پر سكاڼ سپور او تګ ته چمتو و. هغه وخت چې حمزه د تور څارنه كوله، د سكاڼ سره يې هم پيژندلي و. سربيره پر دې اتل په خپل لاس د سكاڼ كيزه حمزه ته وركړې وه، لـه بله پلوه حمزه له سكاڼ سره په ډيره مينه او نرمه ژبه چلندكړې و او له همدې امله پرې سپور و، اتل زمكه او اّسمان نه پيژندل. ډيرې غوسې يې سترګې ړندې كړې وې. په زړه كې يې تېره كړه چې توره راوباسي او پر حمزه ورودانګي؛ خو دى ښه پوهيده چې كه سكاڼ پښه له زمكي پورته كړه، مرغان يې هم نه شي رانيوى، ځكه لږ غلى شو او حمزه ته يې وويل: او…حمزه، ډير چټك راغلې، سكاڼ خولې كړې دي، ته هم پرې سپور يې ناروغ به شي، ښكته شه او يو څو ګامه يې پلى بوزه چې خولې يې وچې شي گ

حمزه وويل: پروا نه لري. زه بيړه نه لرم. ورو _ ورو به ځم. خولـه يې په خپله وچيږي. حمزه خپلې خبري بس كړې او ورو- ورو روان شو. اتل پوه شو چې حمزه به سكاڼ ډير ګړندى وځغلوي، حمزه د اّس كيزه دومره كش نيولې وه چې د اّس شونډې يې وينې كړې. د اتل زړه تنګ شو او وې ويل: او… نمك حرا مه .. ولې يې ځوروې؟ ته نه پوهيږې چې سكاڼ د سترګو د كسيو په شان پر ما ګران دى؟ ته مې پرخپل دسترخوان راګډ كړې؛ خو تا ښه سپك كړم. حمزه وويل: اتله! ته پهلوان يې، نوم او نشان لرې، نوم دې په ميړانه اوسخاوت ياديږي، ما دې يوه مياشت ډوډۍ خوړلې، اوس يې دومره مه يادوه؟ ته لـه دې خبرو څخه ډير لوړ يې، يو اّس به څه شې وي چې دومره زارۍ راته كوې!

اتل وويل: كږې خبرې مه كوه، ته د سكاڼ په قدر ښه پوهيږې!كه خانان او سرداران د سكاڼ په تښتولو پوه شي، څومره به خوشحاله شي؟ حمزه وويل: اتله! زه بايد ولاړ شم، دا خبرې زما په درد نه خوري.

تګ ته چمتو شو؛ خو اتل ورته وويل: اى حمزه!… غوږ ونيسه، يو څه درته وايم. زه په دې ښه پوهيږم، چې سكاڼ ځان ته نه ساتې، چا سرې كلا ته استولى وې، رښتيا به وايې؟ حمزه وويل: هرڅه مې چې درته په سره كلا كې ويلي و، رښتيا دي. دغه پك سر په ما ارته او پراخه نړۍ تنګه كړگې ده، هرچيرته چې تللى يم د سپي په شان يې شړلى يم. هيچا په غيږ كې نه يم نيولې. اوس سكاڼ سردارخان ته رسوم چې زه هم ښه ورځ ووينم او له خپله سرنوشته كسات واخلم.

اتل ورته وويل: تا دا كار په خپله كړى دى او كه سردارخان استولې يې؟ حمزه وويل: سردارخان!

اتل يوه شيبه په فكر كې ډوب شو او بيا يې وويل: څه فكر كوې، چا بدمرغه كړې يې؟ حمزه وويل: څه پوهيږم، قسمت به مې همداسې وي… ښايي چې خداى به بدمرغه كړى وم … زه نه پوهيږم؛خو اوس غواړم چې لـه خپله قسمته كسات واخلم.

اتل وويل: حمزه! ته هم زمونږ د نورو هېوادوالو په څېر د سردارخان غوندې كسانو له لاسه بدمرغه شوې يې. ته د دې په ځاى چې لـه هغوى سره وجنګيږې، ملا تړ يې كوې. ته لـه سرې كلا او خپلو نورو وطنوالو سره خيانت كوې. راوګرځه چې دواړه په ګډه سرې كلا ته ولاړ شو. ته بايد د غرنۍ كلا د مبارزينو ملګرى شې او د سردارخان سره وجنګيږې.

دغه ده ستا د كسات لار…دغه ده ستا د نيكمرغۍ لار.

پك حمزه وويل: اتله ! ما خپله لار ټاكلې، زه لـه خپلو هيوادوالو سره هيڅ مينه نه لرم. هرڅوك د ځان د هوساينې په غم كې وي… زه ولاړم.

اتل وويل: خاينه! اّس راكړه چې هر څومره پيسې او شتمني غواړې دركوم يې.

پك وخندل او وې ويل: اتله! ته خو پوه سړى يې او د دنيا په ښو او بدو ښه پوهيږې؛ نو څنګه نه پوهيږې چې هيڅوك هم پكان نه شي غولولى. ښه! زه به له اّسه ښكته شم، ته ما كله ژوندى پريږدې چې لـه تا څخه پيسې او شتمني وغواړم؟ اتله! دا سودا نه كيږي…

زه نو ځم، لاره مې ډيره اوږده ده، زرباغ ته تلونكى يم. ته كه رښتيا اتل يې راشه او سكاڼ لـه سردارخان څخه ستون كړه. پريږده چې زه خو د سكاڼ لـه بركته د يوه ښه ژوند خاوند شم. اجازه راكړه چې ولاړشم.

اتل وويل: حمزه! ځې؛ خو غوږ ونيسه چې زه د سكاڼ بيه درته ووايم، چې څوك دې ونه غولوي. د سكاڼ بيه لـه اتيا زره پوځي مشرانو_ اتيا زره ګډانو_ اتيا زره خزانو_اتيا زره غوجلو_اتيا زره اّسونو او اتيا زره غوايانو څخه لوړه ده. حمزه وويل : اتله! ډاډه اوسه چې زه سكاڼ د دنيا په مال نه بدلوم. له سردارخان سره مې شرط تړلى دى. هغه به خپله كشرۍ لور_ زرغونه راكوي. زه ولاړم. ته پوه شه او كار دې، كه سكاڼ درباندې ګران وي، زرباغ ته راشه! زه هم هملته يم. د مرستې وعده دركوم. خداى پامان.

د اتل حوصله پاې ته ورسيده اوچيغې يې كړې: ځه خاينه او له مخې مې ورك شه! كه مې ستا سر د بادرنګ په شانې پرې نه كړ، اتل مې مه بوله. سردارخان ته مې هم دا پيغام ورسوه چې: كه مې ړوند نه كړې اتل به نه وم،كه مې يې د كور خاورې، د ګور خاورې نه كړې نامرد به يم، كه مې سكاڼ د خانانو په وينو سور نه كړ، ناكس به يم. حمزه وويل : دا خبره په تا او په سردارخان پورې اړه لري، په ما څه؟ حمزه دا خبره وكړه او د اّس كيزه يې كش كړه او په يوه شيبه كې له سترګو اّلونيه شو.

اتل د ژرندې په وره كې كيناست او په زوره _زوره يې وژړل. له لږ ځنډ وروسته يې ساز واخيست، د زړه لـه درده يې وغږاوه او د مينې او كسات سندرې يې وويلې. دا چې څنګه كولاي شي، چې بيرته سرې كلا ته غبرګ شي او ملګرو ته وګوري؟ كه زرلښته، جلات، ايمل، سيدال، ګلاب او نور پهلوانان له ده څخه د سكاڼ پوښتنه وكړي ، څه به ورته وايي ؟ پك حمزه يې پر زړه داسې داغ ايښي و چې هېڅ راز اوبو نه شو سړولاي. د ژرندې درنه چوپتيا وه او د ده ځوروونكى يوازيتوب! ساز يې يوې خوا ته ګذار كړ، پړمخې ولويد او پر زمكه يې منګولې خښې كړې. شپه راورسيده، ژرنده ګړى ډير د وخته تښتيدلى اوتللى و. يو وخت چې اتل سترګې وغړولې، لمرختلى او دى ډير وږى و. تور هم وربشې نه وې خوړلې. دا مهال يو بزګر چې د خپلو غنمو او وربشو بوجۍ يې پر دوو غوايانو بار كړې وې ژرندې ته راورسيد او له اتل څخه يې پوښتنه وكړه: وروره! ژرنده ګړى چيرې دى؟

اتل وويل: ژرنده ګړى نشته؛ خو زه يم. بزګر د اتل خبره و نه منله. اتل هم نورڅه و نه ويل. پاڅيد او د سترګو په رپ كې يې بوجۍ لـه غوايانو څخه ښكته كړې. دوه جواله وربشې وې چې هغه يې تور ته واچولې. په دوو كې غنم وو، هغه يې ژرندې ته واچول. بزګر غوښتل چې څه ووايي؛ خو د اتل د قهرجنو او خونړيو سترګو كتو وچ كلك ودراوه او ژبه يې ګونګه كړه. لمر لا ښه نه و خپورشوى چې اتل د بزګر د غنمو لـه اوړو څخه توده ډوډۍ پخه كړه. وروسته يې يو غويې چپه كړ او د كباب په پخولو بوخت شو،كله چې ښه موړ شو بزګر ته يې وويل: اكا! ما وبښه. څومگره پيسگې دركړم؟ راځه وړاندې، مه ويريږه. د بزګر ژبه ګونګه شوې وه؛ خو اتل د غوايه، غنمو او وربشو بيه يو په دوه حساب كړه او پيسې يې وركړې. وروسته په تور سپور او د سرې كلا په لور روان شو.

ملګري، ښځې او نارينه ټول اتل ته په تمه وو، دوى خپلې سترګې د سرې كلا كږليچگنې لارې ته نيولې وې چې اتل به كله راځي؟ ناڅاپه اتل ښكاره شو. تور يې تر كيزه نيولې و، سر يې ځوړند و او ټول ځان يې په اوړو سپيره ښكاريده. ټول پوه شول چې حمزه بيا په ژرندو كې اتل غولولى دى. ټولو خپلې سترګې ښكته واچولې اوخپل سرونه يې ځوړندكړل . نه سلام، نه كلام ، نه چا ستړي مشې وكړل او نه يې چا پوښتنه وكړه چې ښه نژدې شو، ايمل مخې ته ورغى او وې ويل: ښه ګټه دې وكړه اتل خانه!… څومره سر دې وركړ چې تور دې ستون كړ؟ ژرنده دې هم زده كړې ده …هـ… مباركه دې وي !

اتل په وار_ وار په سفرتللى و؛ خو په دې ځل راستنېدو كې يې هركلى ډېر سوړ و. ښځو خپل مخونه بل لور اړول اونارينه و يې سلام بي ځوابه پريښود. له دې ټولوڅخه دردونكې د ايمل پيغورونه وو چې د چړو په څير د ده په ګوګل ننوتل. له درده يې خوله خلاصه كړه : اّخر ولې دومره خپه ياستئ؟ ولې په يوه موسكا يا يو_دوو خوږو خبرو ما نه خوشحالوئ؟ د دنيا شتمني د لاس د خيري په شان ده . دا نو په ډير وير نه ارزي. ما په يوه موسكا ښاد كړئ. مه خپه كيږي. تاسو په ما اور بل كړى دى. زړه مې وريت شو، زما خپل خپګان زما له پاره بس دى. تاسو ډير مه خپه كيږئ؛ خو ملګري دومره ځوريدلي وو چې دا خبرې ټولې ورته بې اغيزه وې. هېچا هم اتل ته و نه كتل، ځينو اعتراضونه پيل كړل چې : اوس چې زموږ خبري اتل ته څه ارزښت نه لري، ولې به په سره كلا كې پاتې كيږو؟ ښه به دا وي چې هـرڅوك په خپل كار پسې ولاړ شي. دا خبري په اتل بدې لګيدې. له يوه خوا سكاڼ له لاسه وتلې و او له بلې خوا يوه پك غولولى و. اّيا دا رنځ بس نه دى چې ملګري دومره ډير سرټكوي ؟ د اتل د صبركاسه ډكه شوه اوپه تروه ټنډه يې وويل : ما هيڅوك په زور نه دي ايسار كړي، هرڅوك چې غواړي كولاى شي چې ولاړ شي. اّس زما خپل و چې له لاسه مې ووت دا په هيچا پوري اړه نه لري .دا خبره په ملګرو بده ولګيده. په ټوله سره كلا كې شوراو زوږ جوړ شو. يو دوه پهلوانان تګ ته چمتوشول . سيدال، جلات، ايمل او ګلاب چې د اتل له سترو پوځي مشرانو څخه وو اوځينو نورو پهلوانانو، زرلښتې ته كتل . جنګياليو زرلښتې ته ډيراحترام درلود، زرلښته پرښكلا اوپهلوانۍ سربيره ډيره هوښياره اوپه كارپوه ښځه وه. له همدي امله د سرې كلا جنګياليو د دې خبرې منلې . زرلښته پوه شوه چې د پهلوانانو ترمنځ ستونځي پيښې شوې اوخبره بيلوالي ته رسيږي . له همدي امله پورته شوه اوټول تګ ته چمتو پهلوانان يې په ځاي كينول .سيدال، جلات، ګلاب، ايمل … او نوركيناستل . زرلښتې ټولو ته وكتل او وې ويل : تاسو ښه پوهيږي چې ولي دلته په سره كلا كې راغونډ شوي ياست ؟ مونږ دا پوځي اډه د خپلو وينو په بيه جوړه كړي ده او ترڅو پورې چې يو ځوريدلي انسان په دې هيواد كې وي ، له مبارزې څخه به لاس وانخلو. تر هغه وخته پورې چې د سري كلا د خويندو_وروڼو په شان ژوند په ټول هېواد كې او د ټولو خلكو له پاره برابرشوى نه دى، مونږ هيڅ يو حق نه لروچې يو له بله جلا شو. اتل كولاې شي چې په خپله ولاړ شې . مونږ تر خپلې وروستي سلګۍ يا تر هغه وخته پوري چې د خلكو ټول دښمنان نسكور شوي نه وي خپلې تورې پرزمكه نه ږدو.

زرلښتې خپلې خبرې بس كړې او د ټولو پهلوانانو او پوځي مشرانو په منځ كې كيناسته . زرلښتې له اتل څخه مخ اړولې و. په داسې يوه نازك وخت كې د زرلښتې قهر د اتل زړه له وينو ډك كړ ځكه يې ساز پورته كړ اوپه سندرو كې يې له زرلښتې څخه ګيلې پيل كړې : اې زما ښكلې زرلښتې ! تا زما د زړه ماتول له چا نه زده كړي دي؟ ولې د قهرجنې هوسۍگ په شانې را ته ګورې ؟ ته خو هيڅ وخت نه په غوسه كيدې . زرلښتې هيڅ و نه ويل : ان دا چې اتل ته يې هم و نه كتل . اتل ته له ډيرې غوسې نه ژړا ورغله ،بيا يې ساز پورته كړ او نورې ګيلې يې وكړې : زرلښتې ولې له ما نه مخ اړوې . يو_دوه خبرې وكړه چې زه په خپله ګناه پوه شم . زرلښتې كاږه – كاږه ورته كتل او په تروه وچولې يې ورته وويل : اوس ته دومره شوې چې وايي ، هرڅوك چې غواړي ، كولاې شې چې ولاړ شې ؟ د زرو په قدر زرګر پوهيږي، تا چې اوس د ځان ستايل پيل كړې دي . بيا څنګه كولاى شې چې د خلكو ستونزي واورې او خلك مبارزې او پاڅون ته رابولې ؟ هو، هـرڅوك چې ستا ځاي ته ورسيږي بيا د خلكو په ارزښت نه پوهيږي، موږ دلته د دې له پاره نه يو راغونډ شوي چې هرڅوك دې په خپل سركار كوي ، ستا په سر او سترګو هم نه يو مينان چې هـرڅه ووايې په سترګو يې ومنو. موږ ستا د راڼه فكر، ميړانې او زړورتيا له پاره سرې كلا ته راغلې ياستو او ته مو د خپل مشر په توګه منلې يې. موږ ټول دلته كاركوو، جنګيږو، د خويندو او وروڼو په شان اوسيږو او ټول حق لرو چې خبري وكړو او د نورو نيمګړتياوي برملاكړو. كه زموږ په مينځ كې څوك خپلې نيمګړتياوې اوتيروتنې نه منې ، بايد له هغه نه مخ واړول شې ، هرڅوك چې وي، وي دې. زه، ګلاب، مستو، لونګ، اتل، سيدال، جلات، ايمل يا هغه څوك چې نوي راغلې او تر اوسه يې لا ټول په نامه نه پيژني.

په روايت كې راغلي چې اتل نور هيڅ و نه ويل په خپله تيروتنه دومگگره شرميدلې و چې سر يې ځوړند كړ او په يوه ګوښه كې پړمخې ولويداو درې روځې وږى او تږى ويده شو. بله خوا ملګري له خپلو كړو- وړو پښيمانه شول، سره كيناستل، مشوره يې وكړه او وې ويل : مونږ هم ښه و نه كړل چې د تسلې په ځاي مو وځوراوه . د سرې كلا ډېر جنګيالي په اتل راوڅرخېدل؛ خو هغه ويښ نه شو. دا كسان زرلښتې ته ورغلل. ګلاب وويل : زرلښتې اوس ستا وار دى. پرته له تا څخه هيڅوك د اتل زړه نه شي ښه كولى . زرلښتي وويل : وي دې ، پريږدئ چې ويده شې. هر كله چې ويښ شو، تاسو ټول خواره _واره شئ . هغه وخت به ايمل دى ما ته راولي ، زه پوهيږم چې څنګه يې خوشحاله كړم اوټول سره پخلاكړم . ملګري ټول خپلو استوګنځيو ته ولاړل.

اوس به اتل راونيسو: په دريمه روځ يې خوب وليد چې په زرباغ كې د سردارخان مخې ته په سكاڼ سپور ولاړ دى. نارې وهې اود زور اّزمويلو له پاره سړى غواړي . ناڅاپه له خوبه پاڅيد او ايمل يې وليد چې سر ته يې ناست دى، زړه يې له ډيره غمه پړسيدلې و، تا به ويل چې د ټولې دنيا غم د ده په زړه كې ځاى دى . د ايمل په ليدلو يې په زړه كښي لمبې پورته شوې. بيا يې ساز پورته كړ او د زړه له درده يې يوه ويرجنه سندره پيل كړه : ايمله ولې دومره خپه يې ؟ سرمې غواړې؟ ځان مې غواړې؟ چې هـرڅه غواړي ، ووايه ! دومره خپه مه كينه. ترهغه پوري چې اتل ژوندې دي پر سره كلا به د غمونو وريځ خوره نه شي.

ايمل وويل : پاڅه ، اتله ، پورته شه چې ځو. ټول ستا د ليدو په تمه دي .

اتل ساز پرځمكه كيښود او وې ويل : اّيا دا امكان لري چې ښځې او نارينه دې ماته په تمه وي ؟ ما هغوي دومره ځورولې دي چې بيا به ما ته ونه ګوري. ايمل وويل : اتله ! دا ته څه وايې ؟ ته زمونږ مشر يې . اتل وويل : ترڅو مې چگې سكاڼ نه وي ستون كړي، تاسو ته د كتلو سترګې نه لرم ! ايمل وويل چې داسې ده؛ نو ولې ناست يې؟ پاڅه ، جامې واغونده ، وسله پورته كړه او ولاړ شه . اتل پاڅيد؛ خو دوه _دري ګامه يې لا نه و پورته كړي چې د ساز او سندرو زمزمې يې واوريدې. دومره خوندور او له سوزه ډك غږونه چې د هوا مرغان يې مستول . اتل هرې خوا ته وكتل، ناڅاپه يې زرلښته وليده چې په غونډۍ ولاړه وه، سندري يې ويلې او اتل يې ستايه . اتل بي تابه شو او د زرلښتې په لور ورغې. كله چې پاس وخوت، څه يې وليدل ؟ د سرې كلا ټول ښځې او نارينه چې په يوه ډيرخوندور مجلس كې ټول شوي دي. دسترخوان اوار دى، خواړه او څښاك تيار دي ، پهلوانان شااوخوا ناست وو؛ خو نه چا خبرې كولې او نه چا څه خوړل . ټول اتل ته په تمه وو. اتل په مجلس ګډ شو، ستړې مشې او ښكلول پيل شول. ټول پهلوانان له اتل سره غاړه غړۍ شول . ايمل د مجلس منځ ته ورغى او د څښاك ويشل يې پيل كړل. ټولو ځانونه ښه ماړه كړل، ټول په خوښۍ كې ډوب شول اوګيلې له مينځه ولاړي .اتل د پك حمزه د چل كيسه وكړه ، پهلوانانو چې دا كيسه واوريده ، هر يوه به ويل چې زه ځم سكاڼ راستنوم او د سردار خان ككرۍ هم راوړم . اتل ټول غلې كړل او وې ويل: نه زه خپله ځم، سكاڼ زما په تمه دى. دا وخت اتل پاڅيد زغرې يې واغوستې، توره يې ترملا كړه، ډال او نور جنګي وسايل يې په شا كړل ، خپل ساز يې واخيست اويكې يواځې پلى د زرباغ په لور روان شو. شپې او ورځې يې مزلونه وكړل. تر زرباغه يې نه خوب وكړ او نه سر بالښت وليد.تياره لږ لږ خوره شوي وه چې اتل د يوې سپين سرې ښځې دروازه وټكوله .ښځې ورخلاص كړ،اتل يو موټې پيسې وركړي چې ښځه يې د شپې وساتي اوډوډۍ وركړي. له ډوډۍ وروسته ښځې د اتل ساز ته وكتل او وې ويل : مينه ، ساز دې پورته كړه او يو څو ښكلې سندرې وبوله چې زه يې واورم . اتل وويل : ادې، اوس د خوب وخت دى. سبا سهار به له خيره سندرې وايو.

سپين سرې ښځې وويل : زه سبا ته د حمزه خان واده ته ځم .كه يې بولې همدايې وخت دى اوكه نه هـيڅ . اتل وويل : حمزه خان څوك دى ادكې .

ښځې وويل : حمزه خان د سردارخان زوم دى …. ډېر زړه ور ځوان دى، وايې چې اتل …. نه پوهېږم چې هغه څوك دى، ته يې پيژنې ؟ اتل وويل : نوم مې اوريدلې دې ، ښه ! ښځې وويل : حمزه د اتل اّس تښتولى دى. سردارخان، حمزه ته هم خپله لور وركړه او هم د خانۍ لقب. سبا يې واده دى. زه هلته كاركوم. سهار وختي ځم . اتل وويل : ادكې،ته پوهيږي چې د اتل اّس چيرې ساتي؟ سپين سرې ښځې وويل : د سردارخان په غوجل كې. وايې چې عجب ليونې اّس دى . هيڅوك ځانته نه پريږدې . د سردارخان ډير نوكران يې ژوبل كړي دي .اوس – اوس واښه او وربشې د غوجل د بام له سوري څخه وراچوې . اتل له سپين سرې ښځې نه ډيرې خبرې زده كړې او په پاى كې يې وويل: ادې، زه ډيرستړى يم، ښه ده چې ويده شم .

سپين سرې ښځې وويل : ماته غوږ ونيسه ، ته هم سهار واده ته راشه . هورې به په ساز او سندرو پيسې ميسې هم وګټې . ټوكې نه دي اّخر د سردارخان د لور واده دى!

لنډه دا چې اتل ويده شو. سهار يې نوري جامې واغوستې . بيا يې ښځې ته يو څو روپۍ وركړې او وې ويل: كه ماښام ته راغلم، دا مې د كوټې او ډوډۍ پيسې او كه نه ستا دې روزي شي.

اتل ورو- ورو د سردارخان ماڼۍ ته ورسيد. هلته يې څه وليدل ؟ داسې يو پرتمين جشن چې سارې يې نه درلود. د جشن برخه وال د دغه پرديسي ځوان په ليدلو ډېر خوشحاله شول او دى يې په زور د واده غونډې ته بوته. سردارخان اتل ته ښه په ځېر وكتل. دغه غرني ځوان لوړه ونه اوپلنې اوږې درلودې ،ورميږ يې د غوايه په شان پريړ او بريتونه يې د هوسۍ د ښكرو په شان پيچلي و ، لنډه دا چگې دغه ځوان له نورو ځوانانوڅخه ډير توپير درلود او پوښتنه يې ترې وكړه : ځوانه، د كوم ځاى يې ؟

اتل وويل : د مالان. سردار وويل: اتل پيژنې ؟

اتل وويل : هو… ښه يې پيژنم، زه يې په داسې بلا اخته كړى وم چې هېڅ وخت به مې هير نه شي. سردارخان وويل : څه بلا؟

اتل وويل : د سردار سر دې سلامت وي. اتل يو ليونې اّس لرې چې سكاڼ نوميږي. يوه سردار وغوښتل چې څه ووايې؛ خوسردارخان يې مخه ونيوه او اتل ته يې وويل : ښه … څه دې وويل؟ هو د سردار سر دې سلامت وې. ډير ښه اّس دى؛ خو ارمان چې ليونى دى. يوه ورځ په لار روان وم.

همدا ساز راسره و، ناڅاپه يوې ډلې خلكو ونيوم، سترګې يې راباندې وتړلې او له ځانه سره يې بوتلم ،چيرې يې بوتلم ؟ او څنګه يې بوتلم ؟ په دې نه پوهيږم؛ خو چې سترګې مې پرانيستې په يوه غره كې وم او يو غټ، بريتورځوان مې مخې ته ولاړ و. اّخر پوه شوم چې دا سره كلا ده او هغه بريتور ځوان اتل نوميږي . دا چې زه يې ولي هوري بوتلم ډير په زړه پوري نكل لري … د اتل اّس ليونى شوى و. دارو درملوگ څه ګټه نه وه كړې، هېڅوك يې سورلۍ ته نه پريښودل. كه به څوك ورنژدې شول خوله يې وراچوله او په لغتو يې واهه ، اتل يو طبيب ملګري درلود هغه ويل چې اّس پيريانې شوى دى، بايد درې ورځې ساز او سندرې واروي چې پېريان يې وتښتې ، هغه وخت اتل په ساز نه پوهيده اوسندرې يې نه شواى ويلاى؛ ځكه په يوه چا پسې ګرځيده، قسمت به داسي و چې زه بدمرغه په لاس ورغلم . لنډه دا چې زه يې د اّس غوجل ته بوتلم، خداى ښه پوهيږي چې ما هغه درې ورځې څنګه تيرې كړې ؟ مړ يې كړم . سردارخان په بيړه پوښتنه وكړه : اّس بيا ښه شو كه نه ؟ اتل وويل : هو ښه شو. له همدې امله اتل د ساز اوسندرو زده كول پيل كړل، اوريدلي مې دي چې اوس هم هغه اّس لس پنځلس ورځې وروسته ليونى كيږي؛ خو چې د اتل ساز او سندرې واوري ښه كيږې . بيا يوه سردار وغوښتل چې څه ووايې؛ خو سردارخان په غوسه ورته وكتل اوغلى يې كړ او وې ويل : ځوانه، اوس خو موږ ته له ساز سره يو څو سندرې واوروه . اتل وويل : څه راز سندرې ؟ سردارخان وويل : تا خو سكاڼ ليدلى دى، ووايه چې څنګه اّس دى او نښې يې كومې دي؟ اتل وويل . د سردار سر دې سلامت وي، لعنتې ښه اّس دى؛ خو اّرمان چې كله كله ليونى كيږي.

وروسته يې ساز پورته كړ اوسندره يې پيل كړه . سردار له ما نه د سكاڼ نښې غواړي ؟ د سكاڼ څڼې د وريښمنو څخه جوړې دي . د جګړې په ميدان كې هسكه غاړه غورزي. د ليوه په شان يرغل كوي. په توره شپه كې لاره مومي. د جګړې په ډگر كې خپل څښتن يوازى نه پرېږدي. لنډه دا چې د اتل آس د ده په شان لېونى دى.

سردارخان وويل: كوم آس چې ته ستايې، اوس زما په غوجل كې ولاړ دى! اوس ته ووايه چې اتل زړور دى كه زه؟ . اتل وويل: كه تا په رښتيا د ده آس تښتولى وي؛ نو ته زړور يې؛ خو دا واوره چې زړور سړى نورې نښې هم لري چې زه يې اوس تا ته وايم: زړور هغه دى چې له پوځونو سره يوازې جنګېږي، كله چې د جګړې په ډګر كې چيغه وباسي دښمن به هرومرو تښتي. زړور هغه څوك دى چې نه تسليمېږي، له مرګه نه ويرېږي او پسه د لېوانو له مڼولو څخه ژغوري.

سردارخان وويل: پردېسيه! ستا نښې ټولې په ما كې شته. اوس پاڅېږه چې سكاڼ ته ورشو. اتل په دې خبره ډېر خوشاله شو او وې ويل: سمه ده؛ خو په يوه شرط . زه له غوجله بهر دريږم، كه ساز اوسندرو اغيزه پرې وكړه؛نو غوجل ته به ورشم اوساز به ورته وكړم؛ خو كه مې ساز بې اغيزه و غوجل ته نه ورځم ،كه څه هم چې ومې وژنې . ځكه زه سكاڼ ښه پيژنم ! سردارخان د اتل خبره ومنله او ټول دغوجل په لور روان شول. اتل د غوجل د دروازې له چولې څخه وكتل ،سكاڼ چې د اتل په بوى پوهيدلى و، دواړه سترګې دروازې ته نيولې او خپل غوږونه بوڅ كړي وو ، اتل ځان له دروازي څخه ليرې كړ او وې ويل : ښه ، اوس نو تاسو اّس ته ګورئ، زه به ساز وهم . سرداران د ميږيانو په شان په دروازه ټول شول اوسترګې يې د دروازې له چولو نه په سكاڼ كې خښې كړې . اتل ساز پورته كړ او سندرې يې پيل كړې: زموږ د سيمې زړه ور باتوران له دښمنه څخه نه تښتې اوتر پايه پورې په ډګر كې پاته كيږې … نامردان هيڅ كله له ترخو خبرو څخه نه ځوريږي … ګيدړه هيڅ كله د ليوه زړه ورتيا اوميړانه نه لري . ملګري مې پوځونه _پوځونه، ښه اّسونه اوتيرې تورې لري او هـر يو د اتل په شان زړه ور دى. سكاڼ چگې د اتل غږ واوريد، خوشحاله شو او نڅا يې پيل كړه ، تا به ويل چې اوس غوجل راغورځوي، سردارخان له ډيري خوشحالې څخه ځان ورك كړ او پرله پسې يې ويل : وګورئ، وګورئ څنګه ناڅي او څومره خوشحاله دى!

د اتل د سندرې په پاې كې سردارخان وويل : ځوانه ژر كوه او غوجل ته ننوزه. كه اّس روغ شو،د دنيا په مال ا وشتو به دې ښه موړكړم .اوس به اتل وپوهيږي چې دنيا د چا په ولكه كې ده ، نور به خپله ميړانه او زړه ورتيا نه يادوي .

د غوجل ور يې پرانست او اتل يې د ننه كړ. اتل د مينې داسې يوه سندره وبلله چې يوازې سكاڼ اوريده. وروسته يې خپل لاسونه د سكاڼ ترغاړه تاو كړل اوهغه يې څو ځلې په مخ او سر ښكل كړ. سكاڼ هم ډيرخوشحاله شو او خپل مخ يې د اتل په مخ پوري ونښلاوه او هغه يې داسې بوياوه لكه چې غوا خپل خوسكى بويوي .ناڅاپه د اتل پام شو چې چيرې دى؟ ته به وايې چې له خوبه راويښ شو. له ځانه سره يې وويل: او… بې عقله … څه كوې؟ په شااوخوا كې دښمنان ولاړ دي .ځان ته په خپله كوهې كنې؟ ژر يې ځان له اّسه ليرې كړ. ور يې پرانست او وې ويل : سرداره تاسو ټول يوې خوا ته شئ .زه به اّس بهر ته وباسم چې څو شيبې په دې اّزاده هوا كې قدم ووهې . بيا به ته پرې سپور شې؛ خو ښه انعام به راكوې، دا كار ډيره ستړيا لري! سردارخان وويل :ډاډه اوسه ، دومره زر به دې په سر وشيندم چې ته په خپله ووايې بس؛ خو لږ صبر وكړه چې موږ ليرې ولاړ شو. ډاريږم چې ژوبل به شو… سردارانو د كلا د برج په لوري منډې كړې. هورې كيناستل او له هغه ځايه يې غوجل ته كتل. سرداران چې ولاړل اتل اّس زين كړ او تسمې يې كلكې وتړلې.

اوس به پك حمزه وګورو چې چيرې دى اوڅه كوي ؟ پك حمزه د زرغونې د كوټې كړكۍ ته ولاړ و او زارۍ يې كولې چې دروازه پرانيزي ،زرغونې ملنډې پرې وهلې او اوبه ورشيندلې. ناڅاپه د حمزه پام شو چې خلك د كلا د برج خوا ته ځغلي. پوښتنه يې وكړه : څه خبره ده ؟ ورته وويل شول ، ته خبر نه يې؟ يو غرنې ځوان راغلى، د سكاڼ ليونتيا يې وركه كړه او اوس اّس ډګر ته راوباسئ. پك حمزه چې دا خبره واوريده، د زړه مراندې يې وشليدې، ژبه يې بنده شوه او بهر ته يې وځغستل ،كله چې د كلا برج ته ورسيد،حمزه ځان سردارخان ته ورساوه او په ډيره ويره يې ورته وويل : سردارخانه! ځان ته په خپله كوهې وباسې. غرنى ځوان چيرې دى ؟ هغه اتل دى . سردارخان د ملنډو په ډول وموسيد او وې ويل : حمزه زه دې په خپګان پوهيږم، زرغونه دې خپلې كوټې ته نه پريږدي ، پروا نه لري، ورو_ورو به سمه شي، د زړه وينې مه خوره. حمزه وويل : سردارخانه! ښه فكر وكړه چې وخت تيريږي، اتل به اوس كلا درباندې ونړوي … سردارخان وخندل او وې ويل : ښه ده، زه پوهيږم. ځه ته ولاړ شه چې زرغونه درته په تمه ده ..!

پك حمزه له برجه راښكته شو، بله هيڅ چاره يې نه درلوده اومخامخ غوجل ته ورغى. هوري يې اتل وليد چې په سكاڼ سپور دى او ډګر ته راوزي. ورغى او په خندا يې ورته وويل : تردې راتګ دې ځار شم . څومره ښه وخت راغلې ! زه پوهيدم چې ته راځې، ستا له بركته زه هم د ښه ژوند خاوند شوم ، زه اوس حمزه خان يم .اتل خپلې سري او رډې_رډې سترګې ورواړولې چې د حمزه پښې يې وريږدولې او رنګ يې تك ژړ واوښت. .. اتل وويل:حمزه، تا له هغه چاسره خيانت وكړ چې ته يې په ارته غيږ ومنلې، ته په پيسو، مقام او شخصې ګټې پسې ګرځي. ته خلكو ته له خانانو او سردارانو څخه هم خطرناك يې؛ ځكه د خانانو او سردارانو دښمني له ورايه ښكاري؛ خو تا د دوستۍ په جامه كې دښمنۍ ته ملا تړلې ده. تا په دغه كار ټول ملګري له ما وځورول. تا په سره كلا كې نفاق واچاوه او سردارانو ته دې په سره كلا باندې د يرغل زړه ورتيا وركړه . حمزه ځان عاجز ونيوه او وې ويل : جاردې شم اتله، ما وبښه ، زه اوس په خپله خطاْ پوه شوم، له دي وروسته وعده دركوم … اتل حوصله ونكړه، توره يې راويسته او په يو ګزار يې د حمزه ورمېږ قلم كړ. بيا يې د اّس كيزه كش كړه. سكاڼ د ګوربت په شان والووت او اتل يې د ډګرمنځ ته ورساوه. سردارخان د برج له پاسه ناره كړه : او…هو… ميلمه لږ يې لور په لور وځغلوه چې ننداره يې وكړو! اتل سكاڼ ته اشاره وركړه ،سكاڼ له ډګر نه هسې خاورې دوړې پورته كړي چې سردارخان يي په برج كې له خوښې اويا له ډاره ولړزاوه او وې ويل : ميلمه ته د اّس په سپرلۍ هم ښه پوهيږي. اتل ساز راويست اوسندره يې پيل كړه : سردارخانه نورې د ميړانې لاپې مه كوه،تا تر اوسه نه يم پيژندلې، زه تورزن هم يم. كــه مې زړه ور ملګري له سرې كلا نه راورسيږي ، كلا او ښار به دې له پوځونو څخه تش كړي. اتل يم او له سرې كلا نه راغلى يم . وينې چې د مينو په جامو كې په سكاڼ سپور يم او په زرګونو چلونو پوهيږم. يوه سردار وويل: سردارخانه! ما خو لار وركه كړه. دا سړى اتل دى؟ سردارخان ورو -ورته وكتل، ته به وايې چې له درانه خوبه راويښ شو او وې ويل : نه د سترګو توره، اتل چيرې دى؟ ته وايې چې موږ دومره پاګلان ياستو چې اتل به راشي، په موږ به د خرو په شان كتې كيږدي او سكاڼ به بوزي ؟ بيا د اتل د سندرو غږ واوريدل شو: په ډګرونو كې په ميړانه دريږو، په لوړو غرونو كې د خانانو او سردارانو د كاروانونو مخه نيسو او په سمو او غرو كې مو شور- زوږ جوړكړى دى. كه يوه چيغه وكړم ټول لښكر به دې وتښتې .

سردارخان پوه شو چې په رښتيا غوليدلې دى اوكار له كاره تيرشوى. سترګې يې تورې شوې او ټول وجود يې ولړزيد. امر يې وكړ چې ژر د كلا ټولې دروازي وتړې او اتل ونيسي. اتل وليدل چې د كلا يوه دروازه وتړل شوه، ده سردارخان ته وكتل او له ساز سره يې داسې وويل: له چا نه مې پوښتنه وكړه هغه وويل چې دا كلا پنځه دروازې لري. كه يوه چيغه وكړم ټولې دروازې به دړي وړې شې . دا يې وويل او د كلا دوهمې دروازي ته ورغى. پوځونو د ده مخه ونيوه . اتل جوهري توره راويسته او د ليوه په شان يې په پوځونو ورودانګل . ككرۍ د بادرنګ په شان پرې كيدې او پر ځمكه لويدې؛خو پوځونه ډير وو او لارې نه پرانستل كيدې، اتل درېيمې لارې ته ورغى؛ خو هلته يې دومره شګې پرتې وې چې اّس په مخ نه شو تلاى . اتل بيا د دښمن په پوځونو يرغل وكړ او ډير يې مړه كړل، سكاڼ هم له اتل سره مرسته كوله . د زرباغ دريو خواوو ته وچه زمكه وه؛ خو يوې خوا ته يې اوبه ډنډې ولاړې وې. د تونا وحشې درياب. سردارخان دا لاره هسې پريښودې وه ، ده فكر كړى و چې اتل به يا د سرتيرو په لاس ووژل شې او يا به په دغه اوبو كې ډوب شې . اتل پوه شو چې ټولې لارې تړلې دي. كه ډېرې تورې ووهي، ډېر مړي به لارې نورې هم بندې كړي؛ ځكه يې د تونا د درياب خوا ته وكتل ، دا لاره پرانستې وه … سكاڼ يې هغې خوا ته وځغلاوه او وې ويل : اّس مې مست كړى دى چې د دښمن زړه پرې وچووم ، نن له سردارڅخه اووه كلنه جزيه اخلم . ځكه چې سكاڼ به د يوه پياوړي لامبوزن په څير له درياب څخه تير شې .

دايې وويل اوځان يې اوبو ته ګذاركړ، اّس ترغوږونو پوري په اوبو كې ډوب شو. اتل د اوبو ډيروالې ته وكتل، پوه شو چې اّس يې له ستونځوسره مخامخ دى او ناره يې كړه: اې زماغرڅنيه اّسه ! د ګوربت په شان الوزې … ژر كوه …بيړه وكړه .هرسهار او ماښام به دې پالم ، په پښو به دې د سرو زرو نالونه ټك وهم ، چې هرڅنګه كيږي له دي ځايه مې وباسه او سرې كلا ته مې ورسوه . سكاڼ د اتل د اّواز په اوريدلو سره ډير چټك شو او په لامبو- لامبو يې ځان د درياب بلې غاړې ته ورساوه.

اتل اّس ودراوه او شا ته يې وكتل … سردارخان لا هم د كلا له برجه نه و ښكته شوى. اتل غږ وكړ : او..و.. سرداره ،دا ځلې خو په برج كې را نه پټ شوې، بل ځل به چيرې پټېږې؟ بيا به سره ګورو!

اتل روان شو، هله، هله، هله … ترڅو چې سرې كلا ته ورسيد. سكاڼ چگې د سرې كلا بوى تر پزه شو، هسې وشنشيد چې د غږ انګازې يې په غرونو كې تاو شوې. ملګري په اتل ټول شول او پوښتنه يې وكړه: اتله په خېر راغلې! څه دې وليدل؟ اّس دي څنګه پيدا كړ؟ او څنګه دې راوست؟ اتل خپل ملګري په ټوله كيسه خبر كړل. ملګري ټول له خپلوتيرو كړووړو څخه پيښيمانه وو، ځكه يې سرونه ښكته واچول .اتل وويل : تاسو هم مه خفه كيږي زه ګرم وم . ما بايد په هركس او ناكس اعتبار نه واى كړى. اوس چې هـر څه و تير شول؛ خو زه هم اتل يم !

زرغونه پوه شوه چې اتل اوس بيا خپلې غورې كوي؛ ځكه يې يارانو ته سترګه ووهله او وې ويل: اتله موږ پوهېږو چې ته زړور يې؛ ځكه په تا راټول شوي ياستو. دا سمه ده چې نر يې، زړور يې، غيرتي يې، په ډېرو كارونو ښه پوهېږې؛ خو يوه پټه خبره به درته وكړم چې تك تور يې او په دوه پيسو نه ارزې!

ټولو ملرو وخندل. اتل هم وخندل او ساز يې پيل كړ:

اې پى مخې چې ما ته تور وايې، ستا خپلې وروځې هم تورې دي، هغه اوږدې زلفې دې تورې دي.

اې د سرې كلا ښاپېرۍ، په هغه سپين مخ كې دې تور خالونه څومره ښكلي ښكاري. ته په اتل ډېره گرانه يې، ښه غوږ ونيسه، ستا د هغه خمارو سترګو رانجه هم تور دي.

پاى