کور / #PTM / منظور پښتين: عمران خان ناسمه لهجه اوري، خو ناسم کارونه نه ګوري

منظور پښتين: عمران خان ناسمه لهجه اوري، خو ناسم کارونه نه ګوري

د پښتون ژغورني غورځنګ ( پي ټي ايم) مشر منظور پښتين د امريکا ږغ راډيو سره په تازه مرکه کي ويلي، چي عمران خان ناسمه لهجه اوري خو ناسم کارونه نه ويني.

نوموړي دا خبري کړي دي د عمران خان د څرګندونو په غبرګون کي کړي دي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان ويلي، چي د پي ټي ايم غوښتني سمي دي، خو لهجه ئې ناسمه ده.

عمران خان دا هم ويلي وه چي په قبائلو کي ورانی کول د پوځ ملامتيا نه ده او دوی د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره عمليات کړي دي.

خو د پي ټي اېم مشر منظور پښتين په خپله مرکه کي  د څو پاکستاني جنرالانو نومونه یاد کړل چي پخپلو ليکنو کي ئې د ترهگرو سره لاس لرل منلي دي.

منظور پښتين د عمران خان د خبرو په غبرګون کې وویل: “مونږ نه پوهيږو چي سمه لهجه به څه وي؟ عمران خان ناسمه لهجه اوري خوناسم کارونه نه ګوري ، حکومت دي د پي ټي ايم غوښتني ومني ترڅو يې ناسمه لهجه سمه شي.”

ښاغلي پښتين وويل: که د پښتنو په خاوره همداسې زياتې روان وي د دوې لهجه به نوره هم تونده شي.