کور / سپورټي / له منلو او نه منلو وروسته افغان لوبډله اعلان سوه!

له منلو او نه منلو وروسته افغان لوبډله اعلان سوه!

د افغانستان کرکټ بورډ نن دوشنبه د ۱۳۹۸ کال د ثور په ۲ نېټه د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه.
افغان کرکټ ادارې په داسي حال کې یاد نوملړ خپور کړ چې د لوبډلې لپاره یې نوی لوبډلمشر هم ټاکلی.
کابو دوې اونۍ وړاندي د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ د دریو فارمټونو لپاره د پخواني لوبډلمشر اصغر افغان پر ځای درې نور لوبغاړي ( ګلبدین نایب د پنځوس اوریزو، راشد خان د شل اوریزو او رحمت شاه زرمتی د ټیسټ لوبي لوبډلمشران وټاکل)
له هغې ورسته داسي اوازې خپرې سوې ګواکي اصغر افغان د افغان کرکټ بورډ یاده پرېکړه نه مني او پر بيرته لوبډلمشر پاته کېدو ټینګار کوي، ددې موضوع اړونډ پر ټولنیزو رسنیو بېلا بېل خبرونه او نيوکي خپرې سوې چې له ډلې یې د افغان لوبډلي د دوو نورو لوبغاړو محمد نبي عیساخېل او راشد خان توند غبرګونونه وو.
حتا یو ځل خو د افغان د بیرته لوبډلمشر ټاکل کېدو اوازې هم خپرې سوې،
خو تېره ورځ د افغان کرکټ بورډ ادارې مشر عزیرالله فضلي، پخواني لوبغاړو تاج ملوک عالم او ټولو لوبغاړو په شتون کې د اصغر افغان له لوري ګلبدین نایب ته د لوبډلمشري چارو سپارل هر څه بې بنسټه او شایعات ثابت کړل.
نو نن افغان کرکټ بورډ اداره بریالۍ سوه چې د کرکټ نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړي.
یاده لوبډله به د انګلستان په کوربه توب د روان ۲۰۱۹ کال په مي میاشت کې د اسټرالیا لوبډلي سره  په سالۍ پیلولو په یاد جام کې لوبه وکړي.
هارون لیوال