کور / #PTM / پي ټي ايم په کراچي کي د خپلو ملګرو د خوشي کولو لپاره لاريون کړی دی

پي ټي ايم په کراچي کي د خپلو ملګرو د خوشي کولو لپاره لاريون کړی دی

د پښتون ژغورني غورځنګ ( پي ټي ايم) په کراچي کي د مخکښ  غړو عالمزيب مسيد، اکرام، اختر او احسان الله د خوشي کولو لپاره لاريون کړی دی.

لاريو د کراچي پريس کلب مخي ته سوی او ګډونوالو د پاکستان د خفيه ادارو ضد شعارونه ورکول.

 د پي ټي ايم فعال غړي عالمزيب مسيد او ورسره مل درې ملګري له دريو مياشتو راهيسي په کراچي کي په غيرقانوني توګه په بند کي ساتل کېږي.

د کراچۍ د پي ټي اېم مشر نور الله ترين وايي عالمزېب محسود، اکرام، اختر او احسان الله د درېو مياشتو راهسې په کراچۍ کي بنديوان دي او دوی د هغوی د خوشي کولو لپاره ټولي قانوني چاري پوره کړي خو نيول سويو ملګرو ته ئې ضمانت نه ورکول کيږي.

نوموړی د عالمزېب محسود د مقدمې په پلټونکي پولیس افسر تور لګوي چې هغه يې د مقدمې چالان عدالت نه وړاندي کوي او زياتوي، چي په وروستۍ اورېدنه ترې عدالت د عالمزېب پرضد ثبوتونه غوښتي وو.

ترين وايي پوليس افسر عدالت ته بيا د پي ټي اېم د جلسې ويډیو وړاندي کړې او جج ويلي چي په دې کي کومه خاص خبره نسته خو بيا هم ضمانت نه دی ورکړل سوی.

لاريون کونکي وايي، چي که ددوی غوښتني ونه منل سي په راتلونکي کي د لويو مظاهرو جوړولو پلان لري.

عالمزېب مسيد په ۲۱م جنورۍ په کراچۍ کي وروسته له هغه ونيول سو، چي په ۲۰م جنورۍ پي ټي اېم په کراچۍ کي يوه غټه جلسه کړې او د دغه جلسې د جوړونکو او وېنا کوونکو پرضد مقدمه درج سوې وه او عالمزېب محسود په هغه مقدمه کي نيول سوی وو.