کور / راپور / په سرېلانکا کي د پرونيو بريدونو په ترڅ کي د وژل سويو شمېر ۳۰۰ ته ختلی دی

په سرېلانکا کي د پرونيو بريدونو په ترڅ کي د وژل سويو شمېر ۳۰۰ ته ختلی دی

په سرېلانکا کي د پرونيو بريدونو قربانيان تر ۷۰۰ اوښتي دي.

چارواکي وايي، چي په دغه بريدونو کي ۲۰۰ تنه وژل سوي او تر ۵۰۰ زيات نور ژوبل دي.

پرون د سرېلانکا په پلازمېنه او نورو ښارونو کي پر کليساوو او هوټلونو بريدونه وسول، چي د ګڼ شمېر سیلانيانو په ګډون ئې په سلګونو کسان ووژل او په سلګونو نور ئې ژوبل کړل.

چاودني د پلازمېني کولمبو په بېلابېلو مارکېتونو او کليساوو کي سوي دي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخي چاودني په دريو هوټلونو او دريو عيسوي عبادتځايونو کي سوي دي.

په کليساوو کي هغه وخت د چاودنو ږغونه واورېدل سوه، چي خلګ په عبادت بوخت وه.

دسریلنکا پولیس وایي د پلازمینې کولمبو په یوه کلیسا اوګڼو هوټلونو کي چاودني سوي،همداراز دکولمبو په کلیواله سیمه کي هم پر دوو کليساوو بريدونه سوي دي.

تر اوسه ددې پېښو پړه چا پر غاړه نه ده اخستې.