کور / راپور / سهيل شاهين: دا ځل د امريکا سره د بهرنيو پوځيانو د وتلو پر مهال وېش خبري کوو

سهيل شاهين: دا ځل د امريکا سره د بهرنيو پوځيانو د وتلو پر مهال وېش خبري کوو

په قطر کي د طالبانو د دفتر غړي او وياند سهيل شاهين وايي، چي د امريکايانو سره به ئې راتلونکي خبري له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو پر وتلو متمرکزي وي.

د فرانس پريس خبري اژانس په حواله شاهین ويلي،چي د خبرو په تېر دور کي دوی له امریکا سره له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو په وتلو موافقې ته ورسېدل او دا چي جزئیات‌ ئې لا زیات تر بحث لاندې ونیول سي نو اړينه ده چي په راتلونکې غونډه کي به ورباندي بحث وسي.

خو بل خوا د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي وه، چي د طالبانو سره په خبرو کي تر هغو چي په ټولو مواردو موافقه نه ‌وي سوې په هېڅ شي موافقه نه ‌ده سوې..

د فرانسې خبري اژانس وايي چې خلیلزاد په راروانو اوونیو کي له طالبانو سره خبرې پیلوي.

خليلزاد په داسي وخت کي قطر ته ځي چي د افغانستان د یوه لوی پلاوي او طالبانو ترمنځ یوه پلان سوې ناسته لغوه سوه او ورسره د ځینو راپورونو پر اساس دا اندېښنې زیاتي سوې چي د امریکا په مشرۍ د افغانستان د سولي هڅي له شاتګ سره مخ سوې

په قطر کي د غونډي د لغوه کېدلو پړه افغان دولت پر قطر واچول، ځکه چي قطر د افغان دولت له خوا د استازو ليست ليري کړ او په مقابل کي ئې نوی ليست ورته وړانديزکړ.

افغان دولت وايي، چي دا د افغانانو تصميم ته سپکاوی دی او هر څوک بايد خپل استازي خپله وټاکي.