کور / راپور / مولانا فضل الرحمن: عمران خان هيڅ واک نه لری، هغه د پوځ لپاره ګډا کوي

مولانا فضل الرحمن: عمران خان هيڅ واک نه لری، هغه د پوځ لپاره ګډا کوي

مولانا فضل الرحمن تېره ورځ د پښتونخوا په جمرود سيمه کي ولسي وګړو ته په وينا کي وويل، چي عمران خان او د پښتونخوا وزير اعلی  محمود خان هيڅ واک نه لري او هڅي سمبوليک ناست دي.

فضل الرحمن په خپلو خبرو کي وويل، چي عمران خان د پوځ په اشاره ګډا کوي او د هغوی لپاره نڅېږي

نوموړي چي په پاکستان پارلمان کي کي پخوانی غړی پاتي سوی دی، دا مهال هيڅ څوکی نه لري.

نوموړي په خپله وينا کي وويل، چي د پښتونخوا علاقې پوره واک د پوځ سره دی او ملکي اداره په دې برخه کي هيڅ رول نه لري.

فضل الرحمن وايي، چي په سيمه کي هيڅ قانون نسته او ټول راج د پوځ چليږي.

نوموړي زياته کړه چي د راتلونکی کوچني اختر وروسته به  په اسلام اباد کي د حکومت ضد لاريون کوي.

مولانا فضل الرحمن د پاکستان د استخباراتو سره نژدې شخص پاتي سوی دی او د افغانستان په جګړو کي ئې هم د فتوا ورکولو او د طالبانو په روزلو کي مهم رول لوبولی دی.