کور / راپور / چارواکي: ولسمشر غني به د خوست د باچاخان پوهنتون د بنسټ ډبره کښېږدي

چارواکي: ولسمشر غني به د خوست د باچاخان پوهنتون د بنسټ ډبره کښېږدي

افغان چارواکي وايي، چي ولسمشر غني به په نژدې راتلونکي کي په خوست ولايت کي د باچاخان پوهنتون د بنسټ ډبره کښېږدي.

د خوست ولايت چارواکي وايي، چي وار له مخي د باچا خان پوهنتون پر اکاډمیک پلان کار روان دی او هڅه کیږي، چي په دې پوهنتون کي د ساینس، ټکنالوژۍ، ټولنیزو او اقتصادي علومو د زده کړو برخي په پام کي ونیول سي.

تېره ورځ د چارو د ادارې تخنيکي معين خان ولي خان بشرمل په خوست کي خبريالانو ته په يوې ناسته کي وويل:

“کوښښ به دا وي، چي د ټکنالوژۍ په برخه کي، د ساینس په برخه کي او په عین حال کي په ټولنیزو او اقتصادي علومو کي ډېره پاملرنه وسي، نو کوښښ به دا وکړم کله چي جناب رئیس صیب جمهور خوست ته تشریف رواړي، د دغه پوهنتون ډبره به  کېښودل سي“.

نوموړي دا هم وويل، چي خوسته ته به برېښنا راسي، صنعتي پارکونه او زيربنايي چارو کي به د پرمختګ  شاهدان و اوسو.

دغه ناستي ته د خوست والي حليم فدايي هم خبري وکړې او وئې ويل، چي دلته د باچاخان پوهنتون لپاره مځکه ځانګړې سوې ده او هغه خيال چي د دغه پوهنتون په هکله وو اوس به په عمل بدل سي.

نوموړي دا هم وويل، چي د خوست هوايي ډګر به پر نړيوالو معيارونو ورغول سي.