کور / سپورټي / د سپارښتنې پر مټ جوړه شوې لوبډله!

د سپارښتنې پر مټ جوړه شوې لوبډله!

د افغانستان کرکټ بورډ نن د راتلونکي نړیوال جام لپار پنځلس کسیزه ملي لوبډله اعلان کړه ،چې په دې لوبډله کې ډېر داسې لوبغاړي هم لیدل کېږي چې د څو کلونو راهیسې یې نړیوال کرېکټ ندی کړی او نه هم په کور دننه لوبېدلي دي.

راتلونکي نړیوال جام ته ټاکل شوې پنځلس کسیزه لوبډله د سپارښتنې پرمټ جوړه شوې ده، د معلوماتو له مخې ډیری سینیر اوټ او فام لوبغاړي د واسطې پر مټ ځای پر ځای شوي دي .
داچې نړیوال جام سترې لوبې دي له یوې خوا به د لوبډلمشر بدلول په لوبډله بده اغېزه وکړي .ځکه ګلبدین نایب نوی دی په کپټانۍ کې تجربه نلري او ښایي د افغانستان په تاوان ثابت شي. له بل لوري د پخوانیو لوبغاړو لوبول بیا هغه لوبغاړي چې په دې وروستیو کې ټک بیټینګ هم نه دی کړی حتا د دوه دریو کلونو راهیسې یې بیټ هم لاس کې نه دی نیولی خو انتخاب شوي دي..
نن د لوبغاړو د نوملړ د اعلان وروسته د افغانستان ملي لوبډلې چټک توپ وهونکي او ویکټ ساتونکي شفیق الله شفق هم پر خپله رسمي فسبوک پاڼه د شعر په ژبه یو درد لیکلی هغه داسې لیکلی (( وخت به راځي چې غاښ به د زهرو به ښامار نلري . منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نلري))
له دې پوسټ هم معلومېږي چې شفق له بورډ خفه دی او په لومړي ځل د سترو سیالیو څخه کېنول شوی دی د با تجربه لوبغاړو له ډلې په لوبډله کې سمیع هم اخیستل شوی چې په دې وروستو کې هیڅ ښه نه دی ځلېدلی او ښایې په نړیوال جام کې استفا هم وړاندې کړي د ده پر ځای باید په لوبډله کې شفق او یا بل کوم لوبغاړي ته چانس ورکړل شوی وی ،ممکن له ده به ښه ثابت شوی وی.
نړیوال جام کې بل لوبغاړی نورعلي ځدراڼ ته هم چانس ورکول شوی دی چې حتا په دې وروستیو کې هېڅ نه ځلیږي او هېڅ نه دی لوبېدلی ،د ده فټنېس هم جوړ نه دی او له ډېرې مودې راهیسې په کور ناست و ،که د حق خبره کوو د ده پر ځای باید عثمان غني ته چانس ورکول شوی وی عثمان غني یو سه ټېکنېکل لوبغاړی دی په توپ وهنه کې ترې ډېره تمه کېدلی شوه، غني ځکه نه دی اخیستل شوی چې یو بې کسه او بې واسطې لوبغاړی دی له ده سره هم شین ظلم وشو.

بله نادوده لا داده چې یو ځل بیا د کرکټ لوبغاړي نه اوسني مبصر حمید حسن ته په نړیوال جام کې چانس ورکول شوی دی چې د شاپور ځدراڼ ، یمین احمدزی او د وفادار مومند مخه یې په روغ لاس ډب کړه هغه خپله وروستۍ نړیواله لوبه په ۲۰۱۶ کال کړې چې نن افغان کرکټ بورډ ډیری نړیوالو مبصرین حیران کړي ځکه یو پخوانی او ټپي لوبغاړی په دې سترو لوبو کې لوبول شین کفر دی، دا ښکاره خبره ده چې حمید اوس کرېکټر نه بلکې مبصر دی د بورډ په دې ډول پرېکړه د افغانستان نه بلکې ادارې ته هم زیان ورسېد حمید د نورو بهترینو بې وسه بې کسه لوبغاړو مخه نیولې که ولوبېږي هم په امکان سره ویلی شم چې دی په ټاکلو لس اورنو کې تر پنځو ډېر نشي کولی ځکه دی ټپي دی او ښایې د ده له لاسه ګټلې سیالۍ وبایلل شي ځکه بیا د ده اورنو په نورو توپ اچونکو نه شو کولی دی یو ستر زیان اړولی شي بله خبره حمید حسن په افغان لوبډله کې ځان مهم لوبغاړی بولي او په ښکاره ډول ظلم کوي په سیریزونو په کور دننه او په عادي ټورنمنټ کې نه لوبېږی او په سترو لوبو کې په ټپي ځان لوبېږي.

پنځلس کسیزه لوبډله په خپل ځای خو په ریزرف لوبغاړو کې هم نا انصافي شوې ده باید لږ ترلږه یې په دې لوبغاړو کې که هلته شفق ته چانس ورکړی وی ځکه شفق د تېز توپ اچوونکو په وړاندې ښه لوبه کولي شي دغه راز تجربه هم لري د هغه په شتون کې اکرام ټاکل هم ناروا ده که شهزاد په سیالۍ کې ټپي کېږی نو دا به بل ستر زیان وي چې د اکرام ورښکته کېدل به افغانستان ته په زیان تمامه شي د دې ترڅنګ اصغر افغان یو ځل بیا خپل ورور کریم جنت ته چانس ورکړ خدای مه کړه حمید بیا ټپي شي نو بیا کریم هرځل لوبېدلی شي باید شاپور دلته موجود وی هغه په تېر نړیوال جام کې ښې ویکټې احیستې وې د حمید پاتې اورونه او یا پاتې سیالۍ یې په ډاډه زړه کولی شوې.

په ټوله کې ښه لوبډله ده خو د سمیع حمید حسن او نورعلي په ټاکنه کې زیاتی شوی او د نورو مهمو لوبغاړو مخه یې ونیوله

په درنښت عابد