کور / تازه خبرونه / کندهار کي د کتاب ورځ ولمانځل سوه

کندهار کي د کتاب ورځ ولمانځل سوه

په کندهار کي د کتاب د نړیوالي ورځي د لمانځلو ترڅنګ د مطالعې سیالۍ هم ترسره سوه.

د سه شنبې په ورځ د کندهار په اطلاعات او کلتور رياست کي د کتاب نړیواله ورځ ولمانځل سوه، چي ترڅنګ يې د ازادي مطالعې سیالي هم ترسره سوه، د يادي لمانځل غونډي پرمهال د اطلاعات او کلتور سرپرست رئیس احمدشاه قادري، د يو شمېر دولتي ادارو مامورینو، د ښوونځيو استادانو او زده کوونکو ګډون کړی وو.

د ياد ریاست رئیس د خپلو خبرو په پيل کي د مطالعې پر ارزښت بحث وکړ او مطالعه کول یې د ټولني او هیواد د پرمختګ مهم سبب یاد کړ، د هغه په خبره، چي په مطالعه کولو سره نه يوازي د مطالعه کوونکي معلومات ډېرېږي، بلکي د کورنۍ، ټولني او ټول هیواد په کچه یې مثبتي اغېزي څرګندېږي.

دغه راز ښاغلي قادري وويل، چي د کتاب د نړۍ والي ورځي څخه په ګټه اخيستنه يې د اطلاعات او کلتور رياست د زده کوونکو ترمنځ د مطالعې سيالي هم جوړه کړې، چي له لومړي څخه تر درېيم مقام ګټونکي پوري غوره جايزې او تر دريم مقام پورته تر لسم مقام پوري هم جایزې په پام کي ورته نيول سوي دي، چي په خبره يې، دا کار یي مطالعې ته د زده کوونکو د هڅوني په خاطر کړی، ترڅو زده کوونکي لا هم ډېره مطالعه وکړي.

باید وویل سي، چي د ازمویني پروسه په شفاف ډول ترسره سوه، چي پر مهال یي لسګونو زده کوونکو ګډون کړی وو.