کور / راپور / عمران خان په جغرافيه کي صفر دی

عمران خان په جغرافيه کي صفر دی

دپاکستان لومړي وزير عمران خان ايران ته د خپل سفر پر مهال ويلي دي، چي د دوهمي نړيوالي جګړې وروسته د جاپان او جرمني ترمنځ پر ګډه پوله سوداګري او صنعت وده وکړه.

جاپان د اسيا په ختيځ او جرمنی د  منځنۍ اروپا يو هيواد دی چي ترمنځ ئې ډېره فاصله ده.

نوموړي دا خبري د خپل سفر په يوه څنډه کي کړي او موخه ئې داوه چي د ايران او پاکستان ترمنځ پر پوله هم بايد سوداګري ډېره سي.

پر عمران خان د هغه د څرګندونو له امله نيوکي کېږي، چي د جغرافيې په هکله ئې مالومات صفر دي.

د جرمني او جاپان ترمنځ  نهه زره يو اويا کيلومتره فاصله ده.

د عمران خان د خبرو په غبرګون کي د پاکستان د پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي : “هرکله چي اکسفورډ پوهنتون یواځي د کرکيټ پر اساس داخلې ورکوي نو بیا خو به خود داسي کیږي”.

عمران خان چي کله د پوځي چارو په هکله خبري کوي دا به د پاکستان د پوځ لخوا ورته ورکول سوي خبري وی، چي له هغه څخه عمران خان يوه کلمه هم نه سي بدلولای. خو کله چي نوموړي ته د اقتصاد يا نورو اجتماعي موضوعاتو په هکله ازادي ورکړل سي، بيا ئې مالوماتو او پوهي کچه مالومه سي.

د نوموړي د تازه څرګندونو څخه داسي مالومېږي،چي نوموړی په جغرافيه کي هيڅ مالومات نه لري.