کور / #PTM / په واڼه کي دطالبانو په نامه اخطاريه خبرپاڼي خپرې سوي، خو ځايي خلګ ئې د پوځ ګواښونه ګڼي

په واڼه کي دطالبانو په نامه اخطاريه خبرپاڼي خپرې سوي، خو ځايي خلګ ئې د پوځ ګواښونه ګڼي

د شمالي وزيرستان په واڼه کي د طالبانو په نامه خبرپاڼه خپره سوې چي په سيمه کي ئې قومي مشرانو، خبريالانو، پوليسو او د پوليو کارکونکو ته ګواښونه کړي، چي له خپلو وظيفو دي لاس په سر سي که نه وي بد انجام به وويني.

دا خبرپاڼي تېره شپه د واڼي په مرکز او اړوند سيمو کي خپرې سوي دي.

د محمد خراساني په نوم د طالبانو يوې ډلي ويلي، چي دا خبرپاڼه جعلي ده او ددوی لخوا نه ده خپره سوې.

دغه خبرپاڼي ته د سيمي خلګ د شک په نظر ګوري او وايي، چي دا کار  خپله د پوځ لخوا کېږي.

د پښتون ژغورني غورځنګ له وړاندي ويلي وو، چي په شمالي وزيرستان کي حکومت پلوي طالبان شتون لري، چي د افغانستان پر ضد کارول کېږي او هم په سيمه کي خلګو ته ګواښونه پېښوي.

تېرکال هم په جون مياشت کي په واڼه کي د پي ټي اېم د مخکښ مشر او قامي اسمبلۍ غړي علي وزير پر جلسه وسله وال بريد وسو، چي د همدې سيمي طالبانو او پوځ په ګډه د علي وزير کور محاصره کړ.

ځايي خلګ وايي، چي د پاکستان پوځ په سيمه کي د ضرب غضب عمليات وکړل، چي په لسګونو زره کورونه ئې وران کړل، په لسګونو زره بې ګناه کسان ئې ووژل او په همدومره شمېر نور ئې لادرکه کړل. خو ددې باوجود په سيمه کي د طالبانو شورا فعاله ده او د پوځ د ميشتځايونو سره نژدې خپل سنګرونه لري او د خلګو ژوند ته ئې ګواښ پېښ کړی دی.

پاکستانی پوځ په نړيواله کچه د ترهګرو ملاتړی دی او په سيمه کي د پښتنو د ځپلو لپاره له همدې وسيلې کار اخلي.