کور / راپور / افغان ځواکونو د داعش له زندان څخه ۲۴ ولسي وګړي ازاد کړي دي

افغان ځواکونو د داعش له زندان څخه ۲۴ ولسي وګړي ازاد کړي دي

د ننګرهار چارواکي وايي، چي په چپرهار ولسوالۍ کي افغان ځواکونو د داعش پر مرکزونو بريدونه کړي دي او د هغوی له زندان څخه ئې ۲۴ ولسي وګړي ازاد کړي دي.

د ننګرها د والي وياند عطاء الله خوګياڼی وايي، چي دا عمليات د ولسي وګړو د خلاصون په موخه سوي دي او د عملياتو پر وخت جګړه هم سوې، چي ۳ داعش وسلوال ئې وژلي دي.

دافغانستان په ختیځ کي د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند هارون یوسفزی وايي ،په چپرهار کي ولسي وګړي هغه مهال د داعش وسله والو له برمته کیدو څخه دقول اردو د ۴ مې پلي لیوا دامنیتي سرتیرو لخوا وژغورل سول چي داعش ډلي هڅه کول چي برمته سوي کسان له یوې سیمي څخه بلي سیمې ته ولیږدوي.

ننګرهار د افغانستان يو هغه ولايت دی چي په ځينو ولسواليو کي ئې داعش وسلوال فعال دی، چي کله کله د طالبانو او افغان ځواکونو سره په جګړه کي کښېوزي.