کور / راپور / تمه ده د خليلزاد تازه سفر به د طالبانو او افغان دولت مخامخ خبرو ته زمينه برابره کړي

تمه ده د خليلزاد تازه سفر به د طالبانو او افغان دولت مخامخ خبرو ته زمينه برابره کړي

د افغان سولي لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سيمي ته د اووم پړاو سفر راپيل کړی دی.

ځيني افغان سياسيون وايي، چي تمه ده د خليلزاد تازه سفر به د افغان دولت او طالبانو ترمنځ پر مخامخ مذاکراتو متمرکز وي او دی به هڅه کوي چي طالبان د افغان دولت سره مخامخ خبرو کولو ته حاضر کړي.

 زلمی خليلزاد پر داسي مهال دا سفر راپیل کړی ، چي د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو کولو احتمالي ناسته وځنډېل.

دا ناسته په قطر کي پلان سوې وه او د افغان دولت لخوا د ۲۵۰ کسيز پلاوي سره د مخالفت پر سر دا غونډه لغوه سوه.

افغان حکومت وايي، چي د قطر هيواد ددوی لخوا په چمتو سوي ليست سره مخالفت ښودلی او دوی ته ئې نوی ليست وړانديز کړی وو، چي له همدې امله افغان دولت دا غونډه تحريم کړه.

ارګ وايي، د قطر لخوا افغان دولت ته د استازو د ليست وړانديز د افغانستان د ملت تصيمم ته سپکاوی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ ویلي چي زلمي خلیلزاد افغانستان، هند، پاکستان، قطر، روسیې او بریتانیا ته رسمي سفر پیل کړی دی.

دغه سفر د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ پیل شوی او د راتلونکي لمریزې مې میاشتې تر ۱۱مې به دوام پيدا کړي.

زلمي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ په خپل ټوېټر کي لیکلي چي په دغه سفر کي به تر ډېره د افغانستان د سولې لپاره د نړیوالو د ملاتړ په راجلبولو تمرکز وکړي.