کور / راپور / د بشري حقونو کمېسون: په افغانستان کي د تېر کال په پرتله د ملکي وګړو مرګژوبله ۱۹ سلنه ډېره سوې ده

د بشري حقونو کمېسون: په افغانستان کي د تېر کال په پرتله د ملکي وګړو مرګژوبله ۱۹ سلنه ډېره سوې ده

د افغانستان د بشري حقونو کمېسون وايي، چي په دغه هيواد کي د ملکي وګړو د مرګژوبلي کچه د پخوا په پرتله ۱۹ سلنه لوړه سوې ده.

دا په داسي مهال ده چي په افغانستان کي د طالبانو سره د افغان دولت جګړې زور اخيستی دی او په جګړه کي سږ کال د ملکي وګړو مرګژوبله ۱۱۲۱۲ کسانو ته رسېدلې ده او دا شمېره د پخوا په پرتله خورا ډېره ده.

دبشر د حقوقو کمېسون مشره سيما ثمر نن په کابل کي د خبري کنفرانس له لاري د تېر ۱۳۹۷ کال د ملکي وګړو د مرګژوبلي شمېره خپره کړه او وئې ويل چي ډېره خواشنې ده چي د پخوا په پرتله د مرګژوبلي کچه لوړه سوې ده.

نوموړي وويل: “په ۱۳۹۷ لمریز کال کي زموږ ۱۱۲۱۲ هېوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې چي د تېر کال په پرتله دا شمېرې زیاتي دي، یعنې په ۱۳۹۶ کال کې ۹۴۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، په ۱۳۹۷ کال کې هغه شمېرې چي له کمېسیون سره ثبت سوي،۳۰۳۲ کسان وژل سوي او ۸۱۸۰ کسان ټپیان سوي دي.”

 د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دا هم وویل چي د دغو تلفاتو عاملین ۵۳ سلنه طالبان، ۱۱،۱۹ سلنه افغان او بهرني امنیتي ځواکونه، ۱۲،۵ سلنه داعش وسلو‌اله ډله او د ۲۲ سلنه نور بیا نامعلوم دي.

د دغه کمېسیون د موندنو له مخي، په لومړي سر کي ډېری ملکي تلفات د افغانستان په لوېدیځ، په دوهم قدم کي په ختیځ او په درېیم قدم کي په مرکزي زون کي دي.

کمېسیون له حکومته غوښتنه وکړه چې د بخښنې فرهنګ پای ته ورسوي او د ملکي تلفاتو په اړه دي خلکو ته ځواب ورکړي.

کمېسون په جګړه کي د ښکېلو خواوو څخه په ټينګار غوښتنه وکړه، چي د ملکي وګړو خونديتوب ته پاملرنه وکړي.